اوکرايين کړکېچ؛ بلېنکن له روسيې وغوښتل چې سوله ييزه لار غوره کړي

Secretary of State of U.S. Antony Blinken waves as he arrives at Boryspil International Airport, in Kyiv, Ukraine, January 19, 2021

د عکس سرچینه، Reuters/Alex Brandon/Pool

د عکس تشریح، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن پر روسيې غږ کړی چې د اوکرايين مسله کې له ډيپلوماتيکې او سوله ييزې لارې کار واخلي.

د اوکرايين پولو ته نژدې سل زره روسيې پوځيان ځای پر ځای شوی دي او ښاغلي بلېنکن چې پلازمېنې کييف ته سفر کړی ويلي چې روسيې کېدی شي په ډېر لنډ وخت کې بريد وکړي.

امريکا ژمنه کړې چې له اوکرايين سره به امنيتي مرستې زياتې کړي. خو روسيې په وار وار پر اوکرايين د بريد پلان رد کړی دی.

ښاغلی بلېنکن به د جمعې په ورځې له خپل روسيې سيال سره په ژينوا کې وګوري.

نوموړی به له دې وروسته د جرمني په برلین کې له خپلو بریتانوي، فرانسوي او جرمن سیالانو سره وویني.

په پام کې ده، ښاغلی بلېنکن به دې لړ کې د جمعې پر ورځ په جنېوا کې د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې وکړي.

روسیې بیا بیا پر اوکرایین د برید پلان لرل رد کړي دي او پر لوېدیځوالو د تېري تور پورې کوي.

بل لور لوړ پوړو امریکايي چارواکو پر سې شنبه وویل، کېدای شي روسیه هره شېبه او له هره ځایه پر اوکرایین برید پیل کړي.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته وویل، له اوکرایین سره د روسیې پولو اوږدو کې د لسګونه زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو له کبله ''خورا خطرناک حالت '' رامنځته شوی دی.

نوموړې وايي، د شخړې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ټولې لارې چارې سنجول کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویانده وايي: ''د امریکا بهرنیو چارو وزیر به یوه دیپلوماتیک تګلاره پر مخ بیايي. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ښاغلی بلېنکن به د جمعې پر ورځ له ښاغلي لاوروف سره خبرو کې د یوې ''دیپلوماتیکې '' حل لارې وړاندې کولو هڅه وکړي.

دا سفر تېره اونۍ د امریکايي، اروپايي هېوادونو او مسکو تر منځ له ناکامو خبرو وروسته تر سره کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، ښاغلی بلېنکن به له اوکراییني ولسمشر سره خبرو کې هغه ته ''د اوکرایین د حاکمیت او خاورې تمامیت '' لړ کې د امریکا پر ژمنو ټینګار وکړي.

روسي ځواکونه د تمريناتو لپاره بېلاروس ته ننوتلي

اوکراین

د عکس سرچینه، EPA

په داسې حال کې چې د اوکرايين کړکېچ په مخ زياتېدو دی، روسي ځواکونه اوس بېلاروس ته د ګډو تمريتانو لپاره ننوتلي دي او بريتانيا ويلي چې اوکرايين ته به پوځي مرستې استوي.

بېلاروس تائيد کړې چې روسي سرتېري د څو اوونيو پوځي تمريناتو په موخه دې هېواد ته ورغلي دي.

د بېلاروس د دفاع وزرات وايي له پولنډ، ليتوانيا او اوکرایين سره په خپلو لوېدیځو او جنوبي پولو کې د کړکېچ له امله د دغه تمرين کوربتوب کوي.

دغه پوځي تمرينونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د لوېديځ او مسکو تر منځ د اوکرايين په ختيځ کې د روسي ځواکونو د راټولېدو پر سر کړکېچ په ډېرېدو دی.

په همدې حال کې په بريتانيا کې د اوکرايين سفير واديم پريسټايکو بي بي سي ته ويلي، دوی لا له وړاندې د اوکرايين په ختيځ کې له هغو بېلتونپالو سره په جګړه کې دي چې روسيه يې ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د بريتانيا د فاع وزير بېن والس وايي، اوکرايين ته له خپل ځان د دفاع په موخه د لنډ واټن ټانک ضد توغندي ورکوي. د ده په وينا ځکه چې روسيې له اوکرايين سره خپلې پولې ته نژدې سل زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي د بريتانيا پارلمان غړو ته وويل چې د بريتانوي پوځيانو يوه کوچنۍ ډله به هم د اوکراييني سرتېرو د روزنې لپاره هلته واستول شي.

ده وويل، "د اندېښنې ريښتينی دليل شته، چې کېدی شي روسي ځواکونه د اوکرايين د اشغال لپاره وکارول شي".

خو روسيه بيا د يرغل هر ډول پلان ردوي او پر لوېديځ دغه ډول تور لګوي.

له ۲۰۱۵ کال راهيسې لسګونه بريتانوي پوځيان په اوکرايين کې د پوځیانو د روزنې په موخه مېشت دی.

اوکراین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسيې ولسمشر ولاديمر پوتين

اوکرايين ته د ټانک ضد سپکو وسلو لومړۍ جوپه پرون دوشنبه واستول شوه، که څه هم د بريتانيا د دفاع وزير د وسلو ډول مشخص نه کړ خو نوموړي زياته کړه، "اوکرايين د خپلو پولو د دفاع حق لري او د مرستو دغه نوې جوپه به د دې کار توان زيات کړي".

د نوموړي په وينا دا وسلې روسيې ته ګواښ نه دي بلکې د خپل ځان د فاع لپاره کارول کېږي.

ښاغلي والېس وويل، که روسيه په اوکرايين کې د ناامنۍ په موخه ګام پورته کړي له نړيوالو بنديزونو سره به مخ شي. نوموړي "پر اوکرايين هر ډول يرغل اشغال وباله" چې په وينا يې ټولو غاړو ته د درنو تلفاتو لامل کېدی شي.

ښاغلي والېس د روسې له خلکو سره د ښو اړيکو هيله څرګنده کړه خو زياته يې کړه، "زه هيله لرم چې ډيپلوماسي به کاميابه شي، دا اوس د روسيې ولسمشر پورې اړه چې ډيپلوماسي او خبرې يا جګړه او د هغې پايلې غوره کوي".

په بريتانيا کې د اوکرايين سفير د وسلو او پوځيانو د لېږلو په اړه د بريتانيا د پرېکړې هرکلی وکړ خو بي بي سي سره خبرو کې يې يې د "ناټو نه غړيتوب تر ټولو لويه ستونزه" ياده کړه.

په عينې حال کې روسيې د ناټو پر غړو هېوادونو تور لګولی چې اوکرایين ته وسلې ورکوي او دا چې امريکا غواړي په سيمه کې کړکېچ ته لمن ووهي