اوکرايين: د حکومت او سفارتونو پر وېبپاڼو سايبري بريد شوی

د عکس سرچینه، Unknown
د جمعې پر ورځ د اوکرایین حکومت یو شمېر انټرنېټي پاڼې له هغه سایبري برید وروسته تړلې، چې د دغه هېواد د یو شمېر سفارتونو وېبپاڼې یې هم اغېزمنې کړې.
د بهرنیو چارو، پوهنې وزارت وېبپاڼې او دغه راز په بریتانیا، امریکا او سویډڼ کې د دغه هېواد سفارتونو پاڼې په هغو وېبپاڼو کې شاملې وې، چې انټرنېټي برید پرې شوی دی.
د پاڼو له تړل کېدو سره یو پیغام هم راڅرګند شوی، چې اوکرایین چارواکو ته "له دې د زیات ناوړه" حالت ته د چمتو کېدو خبرداری ورکوي. تر اوسه معلومه نه ده، چې د دې بریدونو تر شا څوک دي، خو د حکومت یوه ویاند ویلي، له دې مخکې ورته بریدونه له روسیې شوي دي.
روسیې چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دا وروستیو کې پر اوکرایین د دغه هېواد د ګاونډیانو له لوري فشارونه په ډېرېدو دي او روسیې له دې هېواد سره پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
د اوکرایین اېس بي یو انټرنېټي امنیتي شرکت چارواکي وايي، تېر یوه کال کې یې د نژدې ۱۲۰۰ انټرنېټي بریدونو (مخنیوی) کړی دی.
د جمعې ورځې برید کې پر هغو پاڼو چې هېک شوې دي، په روسي، اوکراییني او پولنډي ژبه یو پیغام هم راڅرګند شوی دی. دې پیغام کې ویل شوي:
"اوکراینیانو!!! ستاسې ټول شخصي معلومات پر عامه انټرنېټ خپاره شوي، دا ستاسې د ماضي، حال او راتلونکي په تړاو دي."
په کېیف کې د اېس بي یو مسوولینو وروسته وویل، لومړنۍ ارزونې ښيي چې نه خو کوم شخصي معلومات افشا شوي او نه هم د پاڼو محتوا کې بدلون راغلی.












