د جګړې اوږدمهاله ميراث

د ویډیو تشریح، د جګړې اوږدمهاله ميراث

مځکني ماينونه او له جګړې پاتې شوي ناچاودلي توکي يو له هغو اوږدمهاله ميراثونو دي، چې د اوکرايين جنوب ختيځ کې له روسي پلوه بېلتون پالو سره له روانې شخړې او جګړې پاتې کېږي. اوکراين د ماينونو له امله له مرګژوبلې سره په تړاو نړۍ کې له افغانستان او سوریې وروسته پر درېيم ځای دی. د دغه هېواد ماشومان تر ټولو زيات خطر سره مخامخ دي.