چرنوبېل: د ناورين سيمه اوس د ګرځندويانو د ليدو وړ ده
د اوکرايين چرنوبېل ناورين ۳۵ کاله پوره شول، چې هم د مرګژوبلې او هم اوښتي تاوان له مخې بشري تاريخ کې تر ټولو ناوړه غميزه بلل کېږي.
د ۱۹۸۶ کال اپرېل پر ۲۶ مه، د انرژۍ بټۍ څلورم رياکټر کې اور ولګېد، چې له امله يې وړانګې ووتې، بيا هم هلته شاوخوا سيمه او هم د اروپا لروبر خپرې شوې. دې پېښې مځکه او اوبه هم ککړې کړې.
اوس بيا د دې ځای شاوخوا سيمه چې لسيزې له خلکو تشه شوې، د بهرنيو سيلانيانو لپاره په پاموړ ځای اوښتې، خو هر څوک بيا اتومي ککړتيا سره د مخامخېدو زړه نه کوي.