د اوکرايين پر سر د امريکا او روسيې ولسمشران غږېدلي
د امريکا ولسمشر جو بايډن يو ځل بيا ولاديمير پوتين ته ويلي، که روسيه لا نور پر اوکرايين وردانګي، امريکا او ملګري به يې په خورا سختو اقتصادي بنديزونو پرېکنده ځواب وايي.
دا خبره د دواړو مشرانو ترمنځ څه کم يوه مياشت کې دوهم ځل ټليفوني خبرو کې شوې، داسې حال کې چې د اوکرايين له پولو سره د روسيو ځواکونو پنډېدو پر سر اندېښنې په زياتېدو دي.
د کرېملېن يوې وياندې ويلي پوتين دا روښانه کړې چې هر ډول پراخې کچې بنديزونه به لويه تېروتنه وي.