"کابل هوایي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال لادرکه شوی ماشوم بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو"
د رویټرز خبري اژانس وایي، هغه افغان ماشوم چې تېره اګست میاشت کې له افغانستان د وګړو د ایستلو پر مهال د کابل هوایي ډګر ګډوډۍ کې لادرکه شوی و، اوس له خپلې 'اصلي کورنۍ' سره بېرته یو ځای شوی دی.
د دې ماشوم اصلي نوم سهیل احمدي ښودل شوی او د اګست پر ۱۹مه نېټه له خپلې کورنۍ سره یو ځای کابل هوایي ډګر ته تللی و.
هلته د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله یې کورنۍ دا ماشوم یو بهرني سرتېري ته ورسپارلی و او دوی هڅه کوله چې خپله هم څو متره مخکې ولاړ شي او د هوایي ډګر دروازې ته ځانونه ورسوي.
خو په همدې ګډوډۍ کې ماشوم له خپلې کورنۍ لادرکه شو او وروسته د یو بل افغان وګړي لخوا وموندل شو.
دې کس دا ماشوم له ځان سره کابل کې خپل کور ته بېولی و او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې 'د خپل اولاد په څېر' پاللو.

د عکس سرچینه، Reuters
رویټرز خبري اژانس تېره نومبر میاشت کې له دې کس سره د دې موندل شوي ماشوم په اړه مرکه هم کړې وه.
یاد اژانس وایي، اوس د دې ماشوم مور او پلار موندل شوي او دا مهال له خپلو نورو اولادونو سره امریکا کې دي.
په رسنیو کې د دې ماشوم په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، او کابل کې د طالب چارواکو په منځګړیتوب، سهیل احمدي نومي ماشوم اوس کابل کې خپل نیکه ته سپارل شوی او تمه کېږي چې ژر به امریکا کې خپل مور او پلار سره یو ځای شي.
یاده دې وي چې په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته سلګونه زره کسان له دې هېواده و ایستل شول.

د عکس سرچینه، US Marine Corps/Reuters
امریکا او ګڼو لویدیځو هېوادونو هغو کسانو ته له افغانستان د وتلو زمینه برابره کړه چې په تېرو شلو کالو کې یې افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو یا نورو ادارو سره دندې ترسره کړې وې.
خو د وګړو د ایستنې یا انخلا دا بهیر له ګډوډیو ډک و او د افغانانو او بهرنیو له سختو نیوکو سره هم مخ شو.
تېره اګست میاشت کې لسګونه زره وګړي د کابل هوایي ډګر شاوخوا راټول شوي وو او هڅه یې کوله چې په یوه نه یوه لاره ځانونه تر الوتکو ورسوي او له افغانستان ووځي.
ځینو کسانو ان ځانونه په روانو الوتکو پورې نښلولي وو، چې له پورته کېدو وروسته را ولوېدل او ووژل شول.
د هماغۍ ګډوډۍ پر مهال داعش-خراسان ډلې پر کابل هوایي ډګر ځانمرګی برید هم وکړ، چې لسګونه افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري هم پکې ووژل شول.
دغه ډول صحنو، او ټوله کې له افغانستان د وګړو د ایستلو بهیر کې ګډوډیو په نړیواله کچه سخت غبرګونونه را وپارول.






