بایډن: د اګست تر پایه به له افغانستان د وګړو ایستلو بهیر بشپړ شي

د امریکا ولسمشر، جو بایډن، په ټینګار ویلي، باوري دی چې له افغانستانه به د امریکايي وګړو او کارکوونکو د ایستلو بهیر به د روانې اګست میاشتې د پای تر ټاکل شوې نېټې پورې بشپړ شي.
ښاغلي بایډن سه شنبه سپینه ماڼۍ کې خپلو ټلویزیوني څرګندونو کې زیاته کړه چې له کابله د الوتنو شمېر ډېر شوی او په وینا یې، ټول هغه کسان به پاتې ورځو کې و ایستل شي، چې په اړوندو شرایطو برابر وي.
خو امریکایي ولسمشر ټینګار کړی چې پر ټاکلي وخت د دغه کار د کېدو لپاره د طالبانو همکاري هم اړینه ده او په وینا یې، خپل دفاع وزارت ته یې امر کړی، چې که په دې برخه کې ستونزې راپورته کېږي، بیړني پلانونه دې ورته له مخکې چمتو کړي.
ښاغلي بایډن وړاندې د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادو غونډې ته وویل، چې په کابل کې یې روان ماموریت د اسلامي دولت ډلې د اړوندو وسله والو له ډېرېدونکي ګواښ سره مخامخ دی. هغه وویل:
"د اوس له پاره ټاکل شوې ده چې د اګست تر ۳۱ یې خلاص کړو. څومره ژر چې یې خلاص کړو ښه خبره ده. د هرې ورځې عملیات زموږ ځواکونو ته لا ډېر ګواښ پېښولی شي. خو د اګست تر ۳۱ یې بشپړول دې پورې اړه لري چې طالبان خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او هغو خلکو ته تر هوايي ډګره د تلو اجازه ورکړي چې موږ یې بهر ته لېږدول غواړو. او زموږ په عملیاتو کې هېڅ ډول خنډ پیدا نه شي ".
ولسمشر بایډن دا اعلان وروسته له هغه کوي چې د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن په ګډون د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو (جي - ۷) مشران هم ونه توانېدل چې د امریکا ولسمشر قانع کړي له کابل هوايي ډګره د پوځونو ایستلو ضرب الاجل نېټه وغځوي.
ښاغلي جانسن د جي-۷ هېوادونو غونډه کې ټینګار وکړ چې طالبان دې د هغو کسانو د وتلو د لارې خوندیتوب تضمین کړي چې له تر ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته غواړي ووځي. نوموړي وویل:
"لومړنی شرط چې په د اوو ستر اقتصاد لرونکو هېوادونو په غونډه کې ږدو دا دی چې طالبان باید د اګست میاشتې تر ۳۱ او تر هغه وروسته د هغو کسانو د وتلو د لارې خوندیتوب تضمین کړي چې له تر ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته غواړي ووځي ".
طالبان: نور افغانان وتلو ته نه پرېږدو

د سه شنبې پر ورځ طالبانو وویل چې نور افغان اتباع د کابل هوایي ډګر ته د ورتلو اجازه نه لري ، ځکه د دوی په وینا هلته زیاته ګډوډي جوړه شوې ده .
یوې خبري ناستې ته وینا کې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهید وویل فکر نه کوي چې طالبان له افغانستانه د بهر نیو وګړو د وتو نیټه چې د اګست میاشتي پای ټاکل شوی نوره وغځوي.
ښاغلي مجاهد له متحده ایالاتو وغوښتل چې نور افغانان د هیواد پریښوده ته ونه هڅوي ځکه دوی د هغو تجربو او کار ته اړتیا لري.
د طالب ویاند په وینا، له هغو میرمنو چې کار کوي غواړي تر هغه په کورونو کې پاتې شي چې د دوی لپاره یو خوندي چاپیریال رامنځ ته شي. نوموړي زیاته کړه:
"د بهرني ځواکونو د وتلو ضرب الاجل ته په کتو او په عین حال کې د کابل په هوايي ډګر کې ګڼه ګوڼه، ورته د هغو خلکو لاسرسی چې د اسناد درلودلو له پلوه ستونزه نه لري، خو کېدای شي چې تر ۳۱ د اګست په تلو بریالي نه شي، هغه اندېښنې دي چې د جي ۷ هېوادونو د غونډې پر پرېکړو یې اغېز درلودلی ".
بشري حقونو ته درناوی طالبانو لپاره شرط دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیې لومړي وزیر په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په پار د مرستو زیاتولو غوښتنه کړې ده. ده له خپلو متحدانو غوښتي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي او له کډوالو او پناه غوښتونکو سره بشر دوستانه مرستې ډېرې کړي.
ښاغلي جانسن په افغانستان کې د بشري حقونو او تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندي ساتلو د ټینګار په ترڅ کې ویلي '' د طالبانو په هکله به د دوی د ویناوو پر ځای د دوی د کړنو له مخې قضاوت کېږي. ''
د جي اووه هېوادونو غونډه کې د اروپايي کمیسیون مشرې ورزېلا فوندرلاین وايي په غونډه کې پر دې بحث شوی چې له طالبانو سره تعامل او خبرو کې باید شرطونه په پام کې ونیول شي.
دې وویل د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې به کلک شرطونه ولرو چې لا په دې اړه بحث نه دی شوی. دې د افغان کډوالو د منلو په اړه وویل چې له زدکړو برخمې مېرمنې او نجونې، خبریالانې، د بشري حقونو برخه کې کارکوونکې، ښوونکې، قاضیانې او څارنوالانې به لومړیتوب لري.
خو دا چې اوس طالبان وايي د افغانانو اېستلو ته اجازه نه ورکوي او د کابل هوايي ډګر ته به څوک مراجعه نه شي کولی، ښايي د اګسټ تر ۳۱ ګڼ شمېر هغه افغانان هم په بېړه وتلو بریالي نه شي چې د لوېدیځو هېوادونو د لومړیتوب په لست کې شامل دي.





