طالبان: د اګست له ۳۱ وروسته د بهرنیو پوځیانو پاتې کېدل به بدې پایلې ولري

سهیل

د عکس سرچینه، Getty Images

وسلوالو طالبانو ویلي، د اګست ۳۱مه له افغانستان د بهرنیو پوځيانو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ده او دوی چمتو نه دي چې دا نېټه وغځوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د اګست تر پایه به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي، خو اوس تر فشار لاندې دی چې له کابله د امریکایي او نورو اړمنو کسانو د بشپړې ایستنې لپاره دا نېټه وغځوي.

خو دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهیل ویلي، د اګست ۳۱مه نېټه د دوی لپاره سره کرښه ده.

ښاغلي شاهین ویلي، د دې نېتې غځول د افغانستان د اشغال د اوږدولو په معنا دي، او که بهرنیان تر دې نېټې له افغانستان بهر نشي نو بدې پایلې ولري.

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې پر ورځ د جي-۷ هېوادونو سرمشریزه کې د افغانستان وضعیت په اړه بېړنۍ خبرې وشي.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، دې ناسته کې به له ولسمشر جو بایډن غوښتنه کوي چې له افغانستان د پوځیانو ایستلو لپاره ټاکل شوې نېټه وغځوي.

یو شمېر ناټو غړو هېوادونو هم ویلي، ګرانه ده چې د اګست تر پایه له افغانستان خپل ټول وګړي او نور اړمن کسان په خوندي توګه راوباسي.

دا مهال زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر دننه او بهر راټول شوي او له افغانستان د وتلو هڅه کوي.

"امریکایانو قصداً ګډوډي جوړه کړې ده"

امیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امیر خان متقي وایي، بهرنیان د طالبانو بریا نشي زغملی

افغان طالبانو تور لګولی چې امریکایي پوځیان په لوی لاس د کابل هوایي ډګر کې ناورین ته ورته حالت جوړ کړی او غواړي په دې توګه عام افغان ولس کې وېره او اندېښنه پیدا کړي.‌

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر مولوي امیر خان متقي په یوه غږیز پیغام کې ویلي،‌ طالبان هڅه کوي د خبرو له لارې هېواد کې روان وضعیت کنترول کړي،‌ خو امریکایان او ځینې نورې کړۍ قصداً ستونزې جوړوي.‌

نوموړي وویل،‌ افغانستان کې د طالبانو بریا لویدیځ هېوادونه حیران کړي او دوی (بهرنیان) نشي‌کولی چې دا بدلون هضم کړي.‌

نوموړي همدا راز پر طالبانو غږ وکړ چې د خپلو مشرانو پرېکړې ومني، ان که ورسره موافق نه وي.‌

نوموړي د بېلګې په توګه وویل،‌ د عمومي عفوې یا بښنې اعلان یوه سخته پرېکړه وه، خو که طالب مشرانو دا علان نه وای کړی نو ښایي بې شمېره افغانانو له هېواده د وتلو هڅه کړې وای.‌

امیر خان متقي ادعا کوي چې دا مهال د کابل هوایي ډګر په ټول هېواد کې یوازینی ځای دی چې ناامني او ګډوډي‌ پکې ده، او د دې وضعیت پړه یې پر امریکایي پوځیان ور واچوله.‌

د نوموړي په وینا، طالب مشران له بېلابېلو خواو سره په خبرو بوخت دي او د یو سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې روانې دي.