له افغانستان د وګړو د ایستلو جنجال؛ د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې دنده پرېښوده

د عکس سرچینه، EPA
له افغانستانه د هالنډ ژباړنو او د دې هېواد ځايي کارکوونکو ایستلو پر څرنګوالي د نیوکو له ډېرېدو وروسته د هالنډ بهرنیو چارو وزیرې سیګرید ګاګ استعفا وکړه.
هالنډ پارلمان یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې پکې د افغان ژباړنو ایستلو لړ کې د 'پڅ غبرګون ' له کبله پر هالنډ حکومت نیوکه شوې.
د هالنډ پارلمان غړي وايي، سلګونه داسې افغانان په خپل هېواد کې پاتې شوي چې هالنډ ته د لېږدولو په شرایطو برابر وو.
د یادونې ده، چې د طالبانو کنټرول ته د طالبانو له ورتلو وروسته هالنډ حکومت نژدې ۲۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي.
دې کسانو کې د ژباړن او هغه کسانو له کورنیو سره شامل دي، چې په افغانستان کې د مېشتو هالنډي پوځیانو سره یې فعالیت کاوه.
له استفعا وروسته مېرمن سیګرید وویل، د حکومت تګلارې دفاع کوي، خو ''د پارلمان غړو د نظر درناوی کوم. ''
نوموړې ومنله چې د افغانستان پېښو ته د حکومت غبرګون ''ګډوډ '' و.
د مېرمن ګاګ په وینا ''د افغانستان په هکله ارزونې ناسمې وې. ''
نوموړې زیاته کړه، دې کې د طالبانو چټکه بریا هم شامله ده، چې په خبره یې خپله طالبان یې حیران کړل.
مېرمن ګاګ وویل: ''پارلمان دې پایلې ته رسېدلی او کابینې مسوولانه چلن نه دی کړی... که د حکومت له سیاست سره مخالفت کېږي، نو اړوند وزیر باید دنده پرېږدي. ''
سیګرید لومړنۍ لویدیځواله وزیره ده، چې د افغانستان پېښو په تړاو دنده پرېږدي.
له دې مخکې د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د خپل هېواد بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب چې د کابل سقوط پر مهال په رخصتۍ تللی و، مسوولیت بدل کړ او د عدلیې وزارت یې وروسپاره.










