کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو احتجاجي لاریون کړی

د افغانستان پلازمېنه کابل کې نن دسمبر ۲۸ مه د یو شمېر ښځو احتجاج د طالبانو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.
رپوټونو کې ویل شوي، د ښځینه فعالانو پر دې لاریون د طالبانو ځواکونو هوايي ډزې کړې دي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې هم په افغان پلازمېنه کابل او یو شمېر ښارونو کې ښځینه فعالانو له ښځو سره د طالبانو چلند پر ضد احتجاجي غونډې او لاریونونه کړي دي.
د ښځینه فعالانو دریو ډلو ګډ لاریون وروسته یوه اعلامیه کې دې فعالانو ویلي، ''د اقتصادي وضعیت، ځوانانو د مرموزو وژنو او مخکینیو نظامي کسانو شکنجې '' پر ضد یې احتجاج کړی دی.
د غونډې ځینې ګډونوالو ادعا وکړه چې "د عمومي بخښنې له اعلان سره سره سلګونه مخکیني نظامي کسان وژل شوي یا شکنجه شوي دي. "

لاریونیانو داسې لوحې او بنرونه لېږدول چې پرې کښل شوي وو:
''موږ قانوني حکومت غواړو. ''
پر ځینې لوحو بیا د ''کار، ډوډۍ او ازدادۍ '' شعارونه لیکل شوي وو.
یاده دې وي چې له دې وړاندې کابل کې هم د طالبانو ضد لاریونونه شوي، د دې لاریونونو ډېره برخه د ښځو له خوا تنظیم شوې وې او دوی د کار او زدکړې حق غوښتنه کوله.
د طالبانو په چارسمبالې کابينه کې د ښځو وزارت لېري کړل شوی او د امر بالمعروف والنهی عن المنکر په نامه نوی وزارت رامنځته شوی دی.









