د فساد او سمبال شويو جرمونو ضد ټولنې د مخکينى ولسمشر محمد اشرف غني نوم د فاسدو کسانو په نوملړ کې شامل کړی

د عکس سرچینه، ARG
د فساد او سمبال شويو جرمونو په تړاو د رپوټ ورکولو ټولنې، يا او سي، سي، ار، پي د افغانستان د مخکينى ولسمشر محمد اشرف غني نوم، د ٢٠٢١ م کال د تر ټولو فاسدو وګړو په نوملړ کې شامل کړى.
په دغه نوملړ کې د يو شمېر نورو هېواد مشرانو، لکه بشارالاسد، رجب طيب اردوغان، او د اتريش د لومړي وزير سبستيان کرز نومونه هم شته.
د دغې ټولنې مشر رود سولېوان د ښاغلي غني په تړاو ويلي، 'د ولسمشر غني فساد او نه وړتيا دواړه حيرانوونکي و. '
د ده په وينا هغه خپلو خلکو ته شا کړه او دې لپاره چې په عربي اماراتو کې د پخوانيو فاسدو دولتي مشرانو په منځ کې ژوند وکړي، خپل خلک يې بدمرغۍ او مرګ ته يوازې پرېښودل.
په دې تړاو د ولسمشر غني کوم غبرګون لا مخې ته نه دى راغلى، خو وړاندې يې ويلي چې له افغانستانه دې لپاره ووت چې ژوند يې په خطر کې و.
دغې ادارې د بېلاروسيې مشر الکساندر لوکشينکو د فاسدو وګړو په نوملړ کې لومړى راوستى او ولسمشر غني په نوملړ کې دويم راغلى.










