اشرف غني: د فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي

د عکس سرچینه، ARG
د فساد پروړاندې د مبارزې پر نړیواله ورځ د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، په عدلي او قضايي بنسټونو او پوهنې وزارت کې فساد د نورو ادارو پر تله ډېر دي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د فساد بیه تر ډېره د غریب اولاد پرې کوي.
د شفافیت د څار بنسټ وايي، د افغانستان قضاء کې د ۱۴ سلنه، پوهنې وزارت کې ۱۰ سلنه او په لویه څارنوالۍ کې د ۹ سلنه فساد په درلودلو دا درې واړه بنسټونه ډېر په فساد ککړې ادارې ګڼل شوې دي.
ولسمشر غني کابل کې د فساد پروړاندې د مبازې یوې غونډې ته، چې ځینې سفیران او افغان چارواکي وربلل شوي وو، وویل، د ملي یووالي حکومت کې ډېر ملکي او پوځي چارواکي د فساد له کبله تر پوښتنو لاندې دي.
نوموړي وویل، ځینې فکر کوي چې د اصلاحاتو په موخه کار کول ګني "د اصلاحاتو مخکښان غواړي نورو ته کنده وباسي، دوی له اصلاحاتو منفي برداشت لري."
د افغانستان ولسمشر وویل، فساد او بې عدالتي د اساسي قانون د تطبیق مخنیوی کوي او بالاخره د لوږې او ناامنۍ لوی لامل دی.
ښاغلي غني زیاته کړه، په تېر کې کانکور د فساد یوه ښکاره بېلګه وه، "زموږ لسګونو ځوانانو انتحار وکړ، زرګونه ځوانان د کانکور بهیر کې د فساد له کبله نهیلي شول. ددغو ټولو بې عدالتیو او فساد بیه د غریب اولاد پرې کوي."
تېر کال ملګرو ملتونو په لومړي ځل په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې ارزولې وې او په دې برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې وې.









