"امريکا د افغانستان لپاره د مرستو رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په اړه غور کوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د یوه چارواکي له قوله رپوټ ورکړل شوی چې د امریکا حکومت په راتلونکې ورځو کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د "جواز صادرولو په اړه غور کوي".
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه چې اسلام آباد کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره نړیواله غونډه پای ته ورسېده.
د دې امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویل شوي چې یوه غونډه کې پر دې خبرې شوې چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې څنګه کېدای شي لګول شوي مالي محدودیتونه نرم کړل شي چې نړیوال مرستندویه بنسټونه وکولی شي افغانستان ته بشري مرستې ورسوي.
خو لا هم د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده ډالرو برخلیک نه دی معلوم چې د امریکا له خوا کنګل شوي دي. دې چارواکي په دې اړه ویلي چې د امریکا حکومت ځکه دې برخه کې اقدام نه شي کولی چې دا مسله د قضايي قوې تر لاس لاندې ده.
د دې چارواکي له قوله ویل شوي چې په تېرو څو اونیو کې امریکا افغانستان ته د ۱۵۲ میلیونه ډالرو مرستو رسېدو کې همکاري کړې ده. داسې ښکاري چې امریکا غواړي افغانستان د مرستو رسولو چاره کې مخکښ رول ونه لري.
همدې مسلې ته په ضمني اشارې سره دې چارواکي ویلي اوس د دې وخت دی چې د سیمې هېوادونه او متحدین یې له افغانستان سره د مرستې لپاره لاس یو کړي. ده ویلي د امریکا ولسمشر دا خبره په ډاګه کړې او ویلي یې دي چې امریکا له افغانستان ووځي چې د امریکا پر بېړنیو ملي ګټو تمرکز وکړي.
وړمه ورځ اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه جوړه شوې چې له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په اړه په کې خبرې وشوې.
دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یو مالي صندوق او د خوړو پروګرام جوړ شي.
د غونډې کډونوالو ټېنګار وکړ چې مالي بندیزونه او محدودیتونه چې اوس د طالبانو پر رژیم لګول شوي دي، باید د بشري مرستو پر وړاندې خنډ نه شي.
وړاندې نړیوالو مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې که د له ژمي را رسېدو وړاندې بېړنۍ مرستې ونه شي نو ښايي دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځته شي.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته افغانستان کې بې کاري زیاته شوه ، بیې لوړې شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ را ولوېدلې ده.










