افغانستان کې لوږه او پراخه نهيلي
نن د ډېسمبر ۱۵ مه، له هغه راهيسې چې طالبانو پر افغان پلازمېنه کابل ولکه کړې، څلور مياشتې پوره کېږي. همدې موده کې افغان اقتصاد پرله پسې او په چټکۍ پرځېدلی، بېوزلي زياته شوې، او له وړاندې يې تر فشار لاندې روغتيايي سيستم، له کورونا وبا سره ځان سمون کې له ستونزو مخامخ دی. د بي بي سي سکندر کرماني د افغانستان منځنۍ برخې غور ولايت کې یوه روغتون ته ورغلی، چې د ماشومانو لپاره مرستندويه توکو ته جدي اړتيا لري. ماشومان دلته خوارځواکي دي، او ځينې يې په شري ناروغۍ اخته دي.