ملګري ملتونه; راتلونکي کال افغانستان کې مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ نیم میلیونو ته رسېدلی شي

افغانستان، اړمن خلک

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې راتلونکي کال کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ نیم میلیونو ته رسېدلی شي.

مرستندویو ټولنو د وضعیت په سختېدو افغانستان ته د بېړنیو مرستو د ژر رسونې غږ کړی دی.

دا په داسې حال کې دا چې همدا تېره سې شنبه له ژمنیو مرستو بار یوه الوتکه کابل ته ورسېده چې د جګړو له امله پر بې ځایه شویو کورنیو وویشل شي او ټاکل شوې روانه اونۍ د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې د ژمنیو مرستو دوه نورې الوتکې هم کابل ته ورسېږي.

دا مرستې به پر بېځایه شویو کورنیو وېشل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د جګړو له امله د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو شاخوا ۵۰ زره کسان کابل ته کډه شوي دي.

دا کډوال په ډېرو سختو شرایطو او په کوچنیو خیمو کې ژوند کوي.

دا کډوال چې د ژوند کولو لومړني امکانات هم نه لري ښايي تر نورو ډېر په ژمني کې د سخت کړاو له ګواښ سره مخامخ وي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو ادارې د همغږۍ د چارو مشر تاکیشي موریامه وايي اړتیا ده چې مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ورسول شي.

''اوس په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه دی او دا کړاو مخ پر پراخېدو دی، ژمنی راروان دی او هوا په سړېدو ده، اړتیا ده چې ژر تر ژره اړمنو کسانو ته مرستې ورسول شي. ''

ښاغلی موریامه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ښايي راتلونکی کال مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ نیم میلیونو لوړ شي.

د هغه په وینا په روان ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ میلیونه او څلور سوه زرو افغانانو مرستو ته اړتیا لرله خو د ژمني له رارسېدو سره دا شمېر ۲۴ میلیونه او څلور سوه زرو کسانو ته لوړېږي.

د ښاغلي موریامه په وینا دا افغانان خواړو، سرپنا او روغتیايي چوپړونو ته اړتیا لري او باید په بیړني ډول د دوی لاسنوی وشي.

بل پلوه د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د طالبانو حکومت لخوا مرستو ته د چمتوالي خبره کوي او ډاډ ورکوي چې د نړیوالو لخوا مرستې ته به پر اړمنو خلکو وویشل شي.

ښاغلي کریمي وویل: ''په پام کې ده چې له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې، د کډوالو چارو وزارت او سرې میاشتې د ادارې لخوا د هېواد په بېلا بېلو برخو کې اړمنو خلکو ته مرستې ورسېږي. دغه راز هغه مرستې هم په ډېره رڼه بڼه پر اړمنو خلکو ویشل کېږي چې له بهره راځي. ''

ښاغلي کریمي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له اړمنو افغانانو نه خپلې مرستې ونه سپموي.

نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې اړمنو خلکو سره د څه باندې یو ملیارد ډالرو مرسته کوي خو ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې وویل چې د دې مرستو له دریمې برخې کمه یې د مرسته کوونکو بنسټونو واک کې ورکړل شوې ده.

د ډبلیو ایف پي غوښتنه

افغانستان، ډبلیو ایف پي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډبلیو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل هغه آوازې سمې نه دي چې ګواکې ډبلیو ايف پي د ټېلېفون له لارې خلکو ته مرسته ورکوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ډبلیو ایف پي وايي ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې هغو خلکو ته خواړه ورسوي چې دوی په پلان کې نیولي دي.

د ډبلیو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل هغه آوازې سمې نه دي چې ګواکې ډبلیو ايف پي د ټېلېفون له لارې خلکو ته مرسته ورکوي.

دی وايي لکه د پخوا په څېر د دوی مرستې هغو اړمنو خلکو ته ورکول کېږي چې د سروې له پړاوه تېر شوي وي.

په دې وروستیو ورځو کې داسې آوازې خپرې شوې او د ټېلېفون شمېرې او ایمیل ادرس پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي چې ګواکې دا د ډبلیو ایف پي دي او که څوک اړتیا ولري نو له ډبلیو ایف پي دې مرسته وغواړي.

خو ښاغلي اماني بي بي سي ته وویل چې دا آوازې ناسمې دي او خلک د ملګرو ملتونو د خوړ بنسټ یا ډبلیو ایف پي له ټېلېفون شمېرو سره یوازې د شکایت لپاره اړیکه نیولی شي.

د نوموړي په وینا که څوک وویني چې مرستې اړمنو خلکو ته نه رسېږي نو کولای شي چې د دوی له ټېلېفون شمېرو سره په اړیکه کې شي او حال ورکړي.

ډبلیو ایف پي یو له هغو نړیوالو بنستونو دی چې افغانستان کې د کار اوږده مخینه لري.

ښاغلی اماني وايي د ۲۰۲۱ کال تر پایه ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې وکولی شي ۱۴ میلیونه اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

بي ځایه شوي کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د جګړو له امله دا فغانستان له بېلا بېلو ولایتونو ۵۰ زره کسان کابل ته کډه شوي چې اوس مهال د ژوند لومړني اسانتیاوې هم نه لري او تر نورو ډېر مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام ډبلیو ایف پي د چارواکو په وینا په روان ۲۰۲۱ کال کې دوی تراوسه ۱۰ میلیونو افغانانو ته مرستې رسولي خو غواړي چې د روان کال ترپایه پورې دا شمېر ۱۴ میلیونو ته ورسېږي او د دې لپاره دوی ۲۰۰ میلیونو نورو ډالرو ته اړتیا لري.

د چارواکو په وینا دا هغه کسان دي چې دوی وار دمخه په پلان کې نیولي او د سروې له پړاو نه تېر شوي دي.

ښاغلی اماني وايي ډبلیو ایف پي په افغانستان کې خپل کاري ظرفیت لوړ کړی او د دوی د سروې له مخې ۲۳ میلیونو هغو کسانو ته به په ۲۰۲۲ کال کې مرستې ورسول شي چې د خوړو له پلوه خوندي نه دي پیژندل شوي او د هرې میاشتې لپاره یې دوی ۲۲۰ میلیون ډالر مالي مرستې ته اړتیا لري.