ملګري ملتونه: له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو اعلان شوې مرستې يوازې درېيمه برخه ترلاسه شوې

ګوټیریڅ

د عکس سرچینه، EUROPANEWSWIRE/GADO

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش افغانستان کې د ناړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې چې نړۍ دې له افغانستان سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.

انتونیو ګوتېرش ویلي افغانستان په نړۍ کې په یوه بشري ناورین بدلېدونکی دی. بل خوا ملګري ملتونه وايي د هغو مرستو له درېیمې برخې هم کمې مرستې تر لاسه شوې چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره اعلان شوې دي.

دا په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې توګه څو وم ځل دی چې نړيوال بنسټونه او د بشري مرستو رسوونکي افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.

ښاغلي ګوتېرش په ټویټري پیغام کې د ژمې رانژدې کېدو ته په اشارې ویلي چې مسله د وخت ده او په کار ده چې له ژمي وړاندې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر نړۍ غږ کړی چې لاس په کار شي، د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ دې وکړي او اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.

د نوموړي له دې خبرداري سره هم مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما یوه بیان کې ویلي، افغانستان له بسپنه ورکوونکو غواړي چې هغه مرستې ور واستوي چې دوی یې ژمنه کړې وه.

پر ټوېټر دې پيغام کې چې پرون خپور شوی ویل شوي، چې ملګرو ملتونو یوازې په تېره سپتمبر میاشت کې له درې میلیونه زیاتو افغانانو سره د خوړو مرسته کړې ده.

یوناما ویلي تېره میاشت یې د بشري مرستو لپاره د ۶۰۶ ملیونه ډالرو غوښتنه کړې وه، مرستندویانو د یو ملیارد ډالرو ژمنه وکړه خو له دې ډلې تر اوسه له درې سوه ملیونو ډالرو هم کمې مرستې رسېدلي دي. یوناما د دې ټویټري پيغام په پای کې پر نړۍ غږ کړی چې راویښ شئ!

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دې خبرداری یوه ورځ وړاندې د خوړو نړۍ وال سازمان 'ډبلیو ایف پي ' خبرداری ورکړی و، که سملاسي اقدامات و نه شي، سږ ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.

مسوولین وايي، داسې احتمالي خطر شته چې ښايي د افغانستان نیمايي نفوس، چې نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان کېږي د کافي خوړو له نه خوندیتوب او له پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ شي.

بل لور د ماشومانو ملاتړ نړیوال سازمان مسوولین وايي، کابل کې ماشومان د لوږې له لاسه مري او د خوړو بې ساري کموالي له کبله نژدې ۱۴ میلیونه افغان ماشومان لوږه ګالي.

افغانستان چې یو غرنی هېواد دی د ژمي موسم د واورو او سړۍ هوا له امله د یو زیات شمیر سیمو لارې بندیږي او مرستو رسول تر بل هر وخته ډېر ستونزمن وي. ژمي موسم کې کاري فرصتونو چې لا له وړاندې کم دي لا ډېر کمېږي.