"افغانستان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دی"

د ویډیو تشریح، "افغانستان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دی"

له هغه راهیسې چې په اګست میاشت کې طالبانو کابل ونیو، هغه نړیوالې پیسې چې پخوا به د افغانستان اقتصاد پرې چلېده بندې شوې دي، چې له امله یې د هېواد اقتصاد د پرځېدو پر لور روان شوی دی.

همدا اوس د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که دې هېواد ته بیړنۍ مرستې ونه رسیږي نو ښایي میلیونه کسان مړه شي.

ښايي دا هر څه په داسې وخت کې پېښېږي چې ژمي ته ډېرې کمې ورځې پاتې دي.

زموږ همکاره یوګیتا لېمایې له فلم اخیستونکي سنجی کنګولي او پروډوسر ایموجین انډرسن سره د افغانستان له دریم لوی ښار هراته داسې رپوټ لري.

د دې رپوټ ځينې برخې ښايي درته خوابدونکې وي.