د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي ای اې) د کابل-اسلام اباد ترمنځ د الوتنو بندولو اعلان کړی

پي ای اې

د عکس سرچینه، FAROOQ NAEEM

د عکس تشریح، له کابل اسلام اباد ته د پي ای اې ټکټونه په زرګونه ډالرو پلورل کېږي

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (پي ای اې) اعلان کړی چې افغان طالبانو یې په چارو کې لاسوهنه کوي، او دوی له همدې کبله د اسلام اباد او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې بندوي.

د (پي ای اې) یو ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، طالبانو له دوی غوښتنه کړې چې د ټکټونو بیو کې بدلون راولي او همدا راز د دې هوایي شرکت عملې سره یې سخت چلن کړی.

افغان طالبانو تر دې دمه د (پي ای اې) دې ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو همدا نن پنجشنبه یې له یاد شرکت غوښتي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر ټکټونو بیې راکمې کړي.

د افغانستان د ملکي او هوایي چلن ادارې پنجشنبه یوه اعلامیه کې د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) او همدا راز د افغانستان خصوصي هوایي شرکت (کام ایئر) ته خبرداری ورکړی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ‌ د هوایي سفر ټکټونو بیې پخوانۍ کچې ته راکمې کړي.

یادې ادارې ویلي، دا دواړه شرکتونه دې د ټکټونو بیې هغې کچې ته راټیټې کړي چې کابل ته د طالبانو له راتګ مخکې وه، او که داسې نه کوي نو پر الوتنو به یې بندیز لګول کېږي.

په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې که کوم شرکت له دې امر سرغړونه کوي نو خلک دې یې په اړه د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت سره اسناد شریک کړي.

دا ناندرۍ داسې مهال راپورته کېږي‌ چې له (پي ای اې) او کام ایئر شرکتونو پرته افغانستان کې د نورو خصوصي او نړیوالو شرکتونو فعالیتونه بند شوي یا کم شوي‌ دي.

له همدې کبله د یادو شرکتونو لخوا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر د ټکټونو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.‌

په دې وروستیو کې مساپرو شکایت کړی چې له کابله اسلام اباد ته یې یو ټکټ له یو نیم زر ان تر دوه نیم زره ډالرو پورې اخیستی.

د هوایي سفر ټکټونو بیې له دې کبله هم لوړې شوې دي‌ چې د تورخم او چمن له لارې د خلکو پر تګ راتګ بندیز دی او دواړه لارې له ناروغانو پرته د نورو خلکو لپاره بندې دي.

په دوی کې داسې کسان هم شته چې د پاکستان ویزه او له دروازې د اوښتو کارډ یا (ګېټ پاس) هم لري،‌ خو بیا هم پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

"پاکستان له اوسني وضعیت ناړه ګټه اخلي"

کام ایر

د عکس سرچینه، FB: Kamair

د عکس تشریح، کام ایئر شرکت تور لګوي چې پاکستان اسلام اباد ته د الوتنو اجازه نه ورکوي

‌په ورته مهال په کابل کې د کام ایر شرکت وايي پاکستاني چارواکو يې اسلام آباد ته الوتنې بندې کړې او لامل یې هم ورته نه دی په ګوته کړی.

خو پاکستاني چارواکي وايي،‌ دوی د کام ایر پر الوتنو بندیز نه دی لګولی او تېره یکشنبه یې ځکه د دې شرکت یوه الوتکه پاکستان ته پرېنښوده چې په کې له سپرو مساپرو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي ځانګړي کارتونه نه وو.

د دې الوتکې مساپر وايي درې ساعته په الوتکه کې له انتظار وروسته وروته وویل شول چې د پاکستان د هوايي کنترول اداره اجازه نه ورکوي چې الوتنه وکړي.

ګڼ کسان نیوکه کوي چې د پاکستان حکومت او د دې هېواد دولتي‌ هوایي‌شرکت (پي ای اې) په افغانستان کې ل اوسني وضعیت ناوړه ګټه پورته کوي او پر عامو افغانانو د هوایي سفټر ټکټونه په زرګونو ډالرو پلوري.

خو د پاکستان حکومت بیا ادعا کوي چې له افغانانو سره د خواخوږۍ له مخې یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ هوایي سفر ته زمینه برابره کړې ده.‌

یاده دې وي‌ چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه افغان او بهرني ‌وګړي له افغانستان وتلو ته اړ شوي،‌ او ګڼ شمېر دې کسانو په دې وروستیو کې د پاکستان لاره غوره کړې.

پر دوی سربېره زرګونه عام افغانان د درملنې او یا هم له خپلو کورنیو سره د لیدو لپاره هره ورځ پاکستان ته سفر کوي.