له کابله اسلام آباد ته د پي ای اې د یوه ټکټ بیه ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې

د عکس سرچینه، PIA
پاکستان ته تلوونکي افغانان وايي د الوتکو د ټکټونو بيې ډېرې لوړې شوې او د ځمکې لارې پرې پاکستاني چارواکو تړلې دي.
په کابل کې د کام ایر شرکت وايي پاکستاني چارواکو يې اسلام آباد ته الوتنې بندې کړې او لامل یې هم ورته نه دی په ګوته کړی.
بل پلوه پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د کام ایر پر الوتنو بندیز نه دی لګولی او تېره یکشنبه یې ځکه د کام ایر یوه الوتکه پاکستان ته پرېنښوده چې په کې له سپرو مساپرو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي ځانګړي کارتونه نه وو.
مساپر وايي درې ساعته په الوتکه کې له انتظار وروسته وروته وویل شول چې د پاکستان د هوايي کنترول اداره اجازه نه ورکوي چې الوتنه وکړي.
یو شمېر افغانانو چې غواړي پاکستان ته لاړ شي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:
''موږ د پاکستان ویزې هم پر خپلو پاسپورتونو لرو خو اجازه نه راکول کېږي چې د ځمکې له لارې پاکستان ته لاړ شو. ''
د تېر اګست میاشتې په ۱۵ نېټه پر کابل د طالبانو له کنترول یوه اونۍ وروسته د پاکستان پي ای اې شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې چې بیا وروسته کام ایر شرکت هم اسلام آباد ته الوتنې پیل کړي.
که څه هم د دواړو شرکتونو د الوتکو د ټکټونو بیې ډېرې لوړې شوې وې خو اوس مهال له کابله اسلام آباد ته د پي ای اې د یوه ټکټ بیه ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې او اسانۍ ټکټ نه پیدا کېږي.

د عکس سرچینه، FB: Kamair
د تېر سپتمبر میاشتې پر ۳۰ نېټه د پاکستان د لومړي وزیر یوه سلاکار شهزاد ارباب ویلي چې لومړي وزیر خان امر کړی چې پر تورخم دروازه به د پاکستان له ویزې پرته بل هېڅ سند ته اړتیا نه وي او افغانان به کولای شي چې په ویزه پاکستان ته سفر وکړي.
خو په تورخم کې ایسار پاتې افغانان وايي د پاکستان د لومړي وزیر له دې اعلان وروسته پاکستان ته پر تللو له یوې مخې بندیز لګول شوی دی.











