برتانیا د پاکستان د هوايي کرښې ۱۳ کارکوونکي خوشي کړل

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تراوسه معلومه شوې نه ده چې الوتکه ولې تلاشي شوې ده.

د پاکستان د ملي هوايي کرښې یا پي ای اې ویاند وايي، برتانوي چارواکو د دې هوايي کرښې ۱۳ کارمنان خوشي کړل.

دا کسان یې د دوشنبې په ورځ هیترو هوايي ډګر کې نیولي وو.

مشهود تاجپور له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دا کارمنان له اسلام اباد لندن ته د ۷۸۵ الوتنې عمله وه او برتانوي چارواکو د تلاشي لپاره د الوتکې په ایسارولو سره د هغې کارکوونکي هم ایسار کړي وو.

د هغه په خبره، له دوو ګړیو تلاشي وروسته الوتکه پاکه وبلل شوه او کارکوونکي یې هم خوشي شول.

"تراوسه دا معلومه نه ده، چې د برتانوي چارواکو څه اندېښنه وه، کوم چا د څه په اړه خبر ور کړی و، یا دودیزه تلاشي وه، تراوسه څه ویلی نه شم".

مشهود تاجور دا هم وویل، په لندن کې له چارواکو اړوند معلومات ترلاسه کوي، خو که اړتیا شي نو د لویو چارواکو په مټ به له برتانوي چارواکو سره اړیکي ونیسي.

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، الوتکه او عمله یي له دوو ګړیو وروسته خوشي شوي دي.