د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته لومړنۍ ملکي الوتنه؛ د 'پي ای اې' الوتکه کابل ته ورسېده

£ُِ

د عکس سرچینه، PIA

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پاکستان دولتي هوايي چلند 'پي ای اې ' لومړنۍ ملکي مساپر لېږدونکې الوتکه کابل ته ورسېده.

د پي ای اې ۶۲۴۹ شمېره الوتنه له ځايي وخت سره سم ګهیځ ۹:۴۵ له اسلام اباده کابل ته ورسېده.

د فرانسې خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، د پي ای اې دې الوتکه کې نژدې لس کسان له پاکستانه کابل ته رسېدلي دي.

په دې الوتنه کې یو شمېر بهرني خبریالان کابل ته تللي او د نړیوال بانک ځینې مسوولین او نړیوال خبریالان بېرته اسلام اباد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان دولتي هوايي چلن ادارې اجراییوي مشر مارشال ارشد ملک وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړنۍ عامه نړیواله الوتنه ده، چې کابل ته کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، د دې الوتنې هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د بشري مرستندویه خدمتونو غښتلتیا ده.

پي ای اې

د عکس سرچینه، Pia

ارشد ملک وايي، د پي ای اې او ټولې نړۍ لپاره دا فعالیت خورا مهم دی. نوموړی وايي:

''ټول زموږ لور ته ګوري، چې اړیکي فعال شي او هیله ده موږ به په بشپړه توګه د فعالیت فعالولو لړ کې بریالي شوو. ''

د پي ای اې مسوولینو په وینا کابل هوايي ډګر کې د خدمتونو لپاره د افغان ملکي هوايي چلن او پي ای اې ځايي مسوولینو چارې پر مخ بیولې او دې لړ کې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان او نورو پاکستاني دیپلوماتانو همکاري هم شامله وه.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو وویل، د قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په مرسته د کابل هوايي ډګر بېرته پرانیستلو لپاره چارې پیل شوې دي.