امریکا خپل سفارت د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ولېږداوه؛ هوایي ډګر کې د ډزو رپوټونه ورکړل شوي

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل هوایي ډګر کې د ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، حکومت یې پرېکړه کړې چې افغانستان کې د بدلېدونکي امنیتي وضعیت له کبله کابل کې خپل سفارت د دې ښار هوایي ډګر ته لېږدوي.

په ورته مهال د امریکا سفارت چارواکو خبر ورکړی چې کابل هوایي ډګر کې د ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

دوی امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی چې کابل کې امنیتي وضعیت په چټکۍ بدلېږي او سپارښتنه یې ورته کړې چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

امریکایي چارواکو منلې ده چې کابل کې د امریکا سفیر راس وېلسن د سفارت له ودانۍ ایستل شوی او د کابل هوایي ډګر ته لېږدول شوی دی.

همدا راز کابل کې د امریکا پر سفارت د دې هېواد بیرغ هم راښکته کړل شوی او ویل کېږي چې بېرته به امریکا ته ولېږدول شي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن اې بي سي تلویزیون سره مرکه کې وویل: "د همدې لپاره مو پوځیان هلته ځای پر ځای کړي وو چې دا چاره په خوندي او منظمه توګه ترسره شي. د سفارت عمله د وتلو په حال کې ده او هوایي ډګر ته ځي ".

نوموړي ویلي، سفارت د هغو کسانو لېست لري چې باید وژغورل شي او د دې چارې لپاره خپلې هڅې لا چټکې کوي.

ښاغلي بلېنکن ټینګار وکړ چې افغانستان کې اوسنی وضعیت په ۱۹۷۵ کال کې د ویتنام سایګون وضعیت ته ورته نه دی، او افغانستان کې د امریکا ماموریت بریالی و.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې دننه ګڼو سیاستوالو له افغانستانه د پوځيانو پر ایستلو سختې نیوکې کړې دي او دا یې د ولسمشر جو بایډن لویه ناکامي بللې.

تر دې وړاندې کابل کې د فرانسې سفیر ډېوډ مارټینون هم خپله یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې نوموړی یوه چورلکه کې د کابل له (شنې ساحې) ووځي.

فرانسې وار د مخه اعلان کړی و چې خپل سفارت هوایي ډګر ته نږدې یوې بلې سیمې ته لېږدوي او د فرانسوي وګړو د را ایستلو لپاره به فعالیت ته دوام ورکوي.