اردوغان: له طالبانو سره د خبرو په حال کې یو او ښايي د طالبانو له مشر سره وګورم

اردوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سي اېن اېن تورک تلویزیونې شبکې سره په یوې مرکې کې ویلي چې ښايي د طالبانو له مشر سره وګوري.

ښاغلي اردوغان تایید کړه چې د ترکیې دولت اوس له طالبانو سره دخبرو اترو په حال کې دی.

هغه وویل:

''زموږ اړونده بنسټونه اوسمهال له طالبانو سره لیدنې کتنې لري. ان ښايي زه هم که اړتیا پېښه شي د هغوی (طالبانو) له مشر سره کتنه ومنم. ځکه که حالات په لوړه کچه کنټرول نشي، افغانستان کې به د سولې ساتنه شونې نه وي. ''

د ترکيې ولسمشر همدا راز وویل:

''په دې هکله چې په کوم ځای کې د طالبانو لخوا د اخیستل شویو ګامونو مخه ونیسو او چېرته د سولې پرلور ګام پورته کړو، له قطر سره خبرې شوې دي. ''

دا په داسې حال کې ده چې تقریبا درې اونۍ وړاندې هم ښاغلي ارودغان ویلي و چې طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې له اشغاله لاس واخلي.

ښاغلي اردوغان د کابل د هوايي ډګر د امنیت دساتلو په اړه د ترکیې د ماموریت د دوام په هکله د طالبانو د خبرداري په اړه وویل غواړي په دې هکله له طالبانوسره خبرې وکړي.

ښاغلي اردوغان د افغانستان په ولایتونو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي هغه تګلاره چې طالبان یې په دې جګړه کې پرمخ بیايي داسې رویه نه ده چې یو مسلمان یې باید له بل مسلمان سره وکړي.

څو اونۍ وړاندې، بروکسل کې د ناټو د غړو هیواد مشرانو په غونډه کې د ترکیې او امریکا د متحدو ایالتونو د مشرانو ترمنځ خبروکې ترکیې ته د کابل د هوايي ډګر د امنیت دساتلو د سپارلو موضوع یاده شوې وه.

خو طالبانو په یوې اعلامیې کې وویل د دغسې یو کار منلو ته چمتو نه دي.

له ۲۰۱۳ راهیسې ترکیې له امریکايي عسکرو سره یوځای د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په چارو کې فعالیت درلود.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر پېلېدو سره د هیواد په ولایتونوکې تاوتریخوالي شدت موندلی.

ترکیه کې افغان کډوال

د ترکیې د وان د ښارپه یوه څنډه کې یو پناه وړونکی افغان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ترکیې د وان د ښارپه یوه څنډه کې یو پناه وړونکی افغان

ښاغلي اردوغان له سي اېن اېن تورک تلویزیوني شبکې سره مرکې په ترڅ کې ترکيې ته د کډوالو د ورتګ په اړه وویل چې د ترکیې دروازه د ټولو پرمخ پرانیستې نه ده. هغه وویل:

''ټول باید وپوهېږي چې ترکیه د لارې پرسر کاروانسرای نه دی. ''

په دې وروستیو کې د ترکیې د ټولنیزو شبکو په فضا کې د مبارزې یوه څپه پېل شوې د ه چې هشتګونه یې په ترکي ژبه وايي:

''زه په خپل هیواد کې کډوال نه غواړم. موږ افغانان نه غواړو. ''

په ځینو ښارونو کې د ترکي وګړو او افغانو ترمنځ د نښتو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر وویل:

''هغه څه چې په ټولنیزو شبکوکې له پولو څخه د کډوالو د سېل د اوښتو په اړه ویل کېږي ريښتیا نه دي... زموږ امنیتي بنسټونه زیاتره غیر قانوني افغان کډوال له هېواده باسي. ''

په تېرو کلونو کې ډېری افغان کډوالو هڅه کړې چې ترکیې ته لاړ شي. اوسمهال په زرګونو افغانان هلته ژوند کوي.