د ناټو مشران د کابل هوایي ډګر د مالي ملاتړ پر دوام سلا شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو مشرانو هوکړه کړې چې له افغانستان د ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې بودجه ولري.
دغه هوکړه پرون( د جون ۱۴) برسلز کې د ناټو سرمشریزې پای اعلامیه کې شوې او ترکیې هم منلې، چې د ناټو ځواکونو تروتلو وروسته به هم د دغه هوايي ډګر امنیت ساتي.
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان "ناټو" سرمنشي ینس سټولټنبرګ دوشنبه په بروکسل کې ټینګار وکړ چې د کابل هوایي ډګر امنیت نه یوازې افغانستان کې د ناټو ملکي ماموریت، بلکې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو لپاره هم مهم دی.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل سرمشریزه پر هغو لارو چارو وغږېده چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د عملیاتو پر دوام ځان ډاډه کړي.
"ناټو او ملګري یې اوس پر دې کار کوي چې ځان څنګه مطمین کړي چې په کابل کې نړیوال هوايي ډګر خپل عملیاتو ته دوام ورکړي. د سرمشریزې په ځنډو کې هم غونډې وشوې. البته چې ترکیه په دې هڅو کې کلیدي ونډه لوبوي. "
ترکیې ویلي که نړیواله ټولنه یې مالي او لوژستيک ملاتړ وکړي نو چمتو ده چې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتلو مسوولیت ومني
ترکیه دا مهال د ناټوپه چوکاټ کې پنځه سوه سرتېري افغانستان کې لري او که د دې هوايي ډګر امنیت ساتلو مسوولیت مني، ښايي لا نورو پوځیانو ته اړتیا ولري.
خو افغان طالبانو یې غبرګون کې ویلي وو، د دوحې تړون له مخې ترکي پوځیان هم باید له نورو بهرنیو پوځیانو سره یو ځای له افغانستانه ووځي او که داسې ونشي نو پایلې به یې ښې نه وي.
د دوشنبې ورځې له سرمشریزې وړاندې د ناټو سرمنشي ویلي وو چې د پوځي حضور تر پای وروسته هم افغانستان سره پوځي مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړی وایي: "موږ افغانستان کې خپل پوځی ماموریت پای ته رسوو، خو افغانانو او د افغانستان امنیتي ځواکونو سره به ملاتړ ته دوام ورکړو."
هغه زیاته کړې چې د افغانستان ملاتړ به د ملکي حضور له لارې جاري ساتي او د افغان له امنیتي بنسټونو سره به به مشورتي ملاتړ دوام ولري.
د ناټو سرمنشي ویلي: "موږ به د افغان امنیتي ځواکونو د بودیجې تامینولو ته دوام ورکړو. ټولو متحدانو دا ژمنه کړې ده."
د چین او روسیې لخوا ګواښ

د عکس سرچینه، EPA
د ناټو سرمنشي د چین او روسیې لخوا لویدیځې نړۍ ته د ورپېښ ګواښ یادونه هم وکړه چې زیاته یې کړه چې ناټو مشران یې پر وړاندې په اقدام کولو سلا شوي دي.
ینس سټولټنبرګ وویل، غړو هېوادونو هوکړه وکړه چې په پوځي، ملکي او نورو برخو کې به خپله بودیجه زیاتوي.
نوموړي پر چین تور ولګاوه چې خپلې اتومي وسلې په پټه زیاتوي او له روسیې سره یې ګډ پوځي تمرینونه هم روان کړي دي.
هغه همدا راز اعلان وکړ چې مشرانو د (ناټو ۲۰۳۰) تر نامه لاندې خپله راتلونکي اجنډا هم تصویب کړه، چې موخه یې د ناټو هېوادونو شریکه دفاع ده.
لویدیځو مشرانو ته د چین ځواب
ناټو چین ته دا سخت پیغام داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې بریتانیا کې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو سرمشریزه کې هم پر بېجېنګ توندې نیوکې وشوې.
د جي اووه مشرانو د غونډې د پای په اعلامیه کې چین د بشري حقونو د سرغړونو له کبله په کلکه وغانده او په دغه هېواد کې یې د کوویډ-۱۹ د رېښو د موندلو لپاره د رڼو څېړنو غوښتنه وکړه.
بېجېنګ دغو نیوکو ته لندن کې له خپل سفارته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ځواب ووایه.
د چین د سفارت اعلامیه کې جي اووه هېوادونه تورن شوي وو چې ګوندې "درواغ وايي، ګنګوسیې خپروي او بې بنسټه تورونه" پورې کوي.
ناټو څومره پېژنئ؟

- د شمالي اتلانتیک تړون سازمان چې په ناټو پېژندل کېږي د نړۍ تر ټولو پیاوړی سیمه ییز دفاعي ایتلاف دی
- دغه سازمان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹ کال د دې لپاره رامنځ ته شو چې د پخواني شوروي اتحاد د پراختیا پر وړاندې مقابله وکړي
- دغه ایتلاف د غړو ترمنځ د جمعي دفاع د اصولو پر بنسټ جوړ شوی
- په لومړي سر کې یې ۱۲ غړي درلودل خو اوس ۳۰ ته رسېږي









