روسیه: افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و

روسیه او ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د ناټو او امریکایي‌ ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و.‌

په اعلامیه کې راغلي چې له دوې لسیزې پوځي مبارزې وروسته لا هم طالبان د افغانستان پر نیمایي‌ خاوره واکمن دي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.‌

که څه هم د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان کې یې د القاعدې د ځپلو په ګډون خپل ټول اهداف پوره کړي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم د القاعدې ډلې وړتیا کمه شوې ده،‌ خو دا ډله لا هم د افغانستان ۱۱ ولایتونو کې شتون لري.

اعلامیه کې همدا راز راغلي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو زرګونه وسله وال هم افغانستان کې فعالیت کوي.

روسیه وایي، تېرو شلو کالو کې افغانستان کې د مخدره توکو کرکیله څو چنده ډېره شوې، زرګونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي‌، اداري فساد اوج ته رسېدلی او افغانستان لا هم د اسیا تر ټولو بېوزله هېواد دی.‌

اعلامیه کې پر امریکا نیوکه شوې ده چې له شل کلنې جګړې وروسته په دې پوه شوه چې د افغانستان کشاله پوځی حل نه لري، خو په دې موده کې زرګونو افغانانو خپل ژوند بایلود، او ګڼ یې د ناټو ړندو عملیاتو کې ووژل شول.‌

د افغان ځواکونو پر وړتیا شک

افغان پوځ

د عکس سرچینه، Ministry of Defence

د اعلامیې په پای کې راغلي، امریکا ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي، خو دا تضمین نشته چې افغان ځواکونه دې هېواد کې د قانون برلاسيتوب تضمین کړي.

تر دې دمه ناټو او یا هم امریکایي‌ چارواکو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري.

ناټو او امریکایي چارواکو هم په دې وروستیو کې ویلي‌ چې افغان پوځ خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کولی شي او د دوی مالي‌ ملاتړ به هم ورسره وي.‌

یاده دې وي‌ چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.

د امریکا له دې اعلان سره هم ناټو هم تر همدې نېټې د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.‌

بلې خوا ته د افغان سولې بهیر هم په ټپه ولاړ دی او په دې لړ کې د استانبول کنفرانس، چې ټاکل شوې وه د اپرېل پر ۲۴مه پیل شي، ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله ځنډول شوی.

طالبانو ویلي، تر هغې چې د دوحې تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي‌ نه وي، دوی به هېڅ‌ داسې ناسته کې ګډون نه کوي چې د افغانستان برخلیک په اړه پکې پرېکړه کېږي.