طالبان: د پوځیانو ایستل ښه ګام دی، خو د دوحې تړون مات شوی او امریکا به یې د پایلو مسئوله وي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا او ناټو پرېکړه 'یو ښه ګام' بللی، خو تور لګوي چې پر ټاکلې نېټه نه وتل یې په دې معنا دي چې د دوحې تړون مات شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي پښتو تلویزیون سره ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا د نوي حکومت دا پرېکړه په دې معنا ده چې د 'جنګ طلبو کړیو' خبره نه ده منل شوې.
خو نوموړي وویل، که بهرني ځواکونه د دوحې تړون پر اساس د می میاشتې تر پیله له افغانستانه بهر نشي نو د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري رامنځته کېږي.
طالبانو همدا راز یوه جلا اعلامیه کې ویلي، دا چې اوس د دوحې له تړونه سرغړونه کېږي نو د راتلونکو پایلو مسئولیت به یې هم د امریکا پر غاړه وي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او نورو چارواکو یې له رسمي اعلان وړاندې بیا بیا ویلي وو چې د اپرېل تر پایه به له افغانستان د پوځیانو ایستل ناشونې وي.
خو ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې وویل، پر ټاکلې نېټه د بهرنیو ځواکونو وتل د دوحې تړون مهم اصل و، او اوس چې پرې عمل نه کېږي نو دوی باور نه لري چې پر نورو برخو به یې څومره عمل وشي.
نوموړی وایي، د همدې ژمنې د ماتېدو له کبله به دوی اوس په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم له سره غور کوي.
"د ترکیې پر غونډه ډېر باوري نه یو"

د عکس سرچینه، Turkish Foreign Ministry
ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د استانبول په راتلونکې غونډه کې د نه ګډون پرېکړه د دوی یو اصولي دریځ دی.
نوموړي بي بي سي ته وویل: "د ترکیې غونډه یو دریم ګام دی چې نوی کېښودل شو. موږ پخپله په هغه کچه پرې باوري نه یو چې د غونډې اجنډا او پرېکړې به څه وي".
د طالبانو ویاند وایي، دوی داسې وېره هم لري چې ځینې هېوادونه د ترکیې غونډه کې هڅه کوي د افغانستان په قضیه کې لاس ووهي او د افغانانو د برخلیک پرېکړه وکړي، خو دوی به دې کار ته هېڅکله هم اجازه ورنکړي.
یاده دې وي چې د استانبول غونډې سمبالوونکو، یعنی ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو اعلان کړی چې یاده ناسته به د روانې اپرې میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیلېږي او ۱۱ ورځې به دوام کوي.
اوس چې طالبانو په دې ناسته کې د نه ګډون اعلان کړی نو د ناستې برخلیک هم نه دی مالوم، خو افغان حکومت ویلي چې دوی ورته له خپل لوري په بشپړه توګه چمتو دي.










