"له افغانستانه وتل ولسمشر بایډن ته خطر هم لرلی شي"

امریکا

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, انتوني زرکر
    • دنده, بي بي سي، شمالي امریکا

کله چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سږکال تر سپټمبر میاشت له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستلو اعلان وکړ ویې ویل "د دې وخت دی چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو."

اوسني ولسمشر چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و تل د ډېرو امریکايي سرتېرو د شتون مخالف و، په خپله وینا هوډ څرګند کړ چې هغه بهیر پای ته رسوي چې تېر کال د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا پیل شوی و.

ده دا هم وویل چې اداره یې پر هغې نېټې چې ټرمپ منلې وه او د مۍ میاشت لومړۍ وه نه شي وتلی، خو د ده د وړاندې کړې نېټې سمبولیک و ځکه ۱۱ د سپټمبر باندې دقیقاً د هغې پېښې شل کاله بشپړېږي چې امریکا یې افغانستان ته ور کش کړه.

د ټرمپ کارونه بایډن ته د سپکاوي لامل شوي او آن محافظه کاره مخکښان هم پرې نیوکې کوي. د سنامجلس لږکیو مشر مچ مکانېل د بایډن دا پرېکړه "ستره تېر وتنه" وبلله، خو د ټکساس د سناتور ټېډ کروز او د میزوري سناتور جاش هاولي په ګډون نورو يې ملاتړ وکړ.

له دې کار سره لږ عام امریکایانو مخالفت کوي په دوی کې ډېری هغه دي چې د جګړې په پیل کې ماشومان ول او ښايي ونه کړی شي ووايي چې د څه له پاره پیل شوه.

اوسمهال په افغانستان کې نژدې ۳۵۰۰ امریکايي سرتېري شته، یوه لسیزه وړاندې تر ۱۰۰ زرو هم ډېر ول چې همدومره یې اوس پاتې دي. د وینا پر مهال ښاغلي بایډن وویل چې په دې جګړه کې ۲۴۸۸ امریکایان وژل شوي.

امریکايي او ناټو ځواکونه تل د طالبانو تر بریدونو لاندې ول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکايي او ناټو ځواکونه تل د طالبانو تر بریدونو لاندې ول.

بایډن پر چهارشنبه خپلې وینا کې وویل "د دې وخت را رسېدلی چې امریکايي سرتېري کور ته ستانه شي. موږ په دې تمه چې د وتلو له پاره آیډیال شرایط برابر شي او د بل ډول پایلې په تمه واوسو په افغانستان کې د خپل پوځي شتون لړۍ اوږدولی او پراخولی نه شو ."

ده زیاته کړه "زه اوس څلورم امریکایی ولسمشر یم چې په دوره کې مې امریکايي سرتېري په افغانستان کې دي. دوه جمهوریپال، دوه ډیموکراتان. زه دا مسولیت پنځم ته پرېنږدم."

په کور دننه دا مسله روښانه کړي، تر خپلې وینا وروسته بایډن تر پوتومک سینده پورې غاړې واوښت چې په افغانستان کې د مړه شویو سرتېرو قبرونو ته خپل درناوی وړاندې کړي چې د ارلنګټن ملي هدیرې کې خښ دي.

ده غوښتل خپل ملت ته وښيي د شل کلن کړکېچ بیعه یې په څومره وینو پرې کړې.

په داسې حال کې چې د پاتې امریکايي سرتېرو له وتلو سره لنډمهالی سیاسي تاوان ډېر لږ ښکاري، دا حرکت ښاغلي بایډن ته بې خطره هم نه دی.

که طالبان ځواک ته ورسېږي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، یا که پر دې ملت یو ځل بیا تندلاري اورپکۍ هر څه کول، عام امریکایان به بایډن مسول ګڼي، او اوسني نیوکګرو ته به ښه وسله په لاس ورشي.

بایډن وویل چې امریکا به د افغان دولت امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او له مخالفې ډلې طالبانو له مشرانو سره د سولې خبرواترو ته تشویقوي. دا به په سیمه کې د ثبات ډاډمنولو له پاره کافي نه وي.

یو نسل امریکایان په یاد لري چې له جنوبي ویتنامه د امریکایانو تر وتلو وروسته څنګه له لاسه واته، او دا چې امریکا تورنه بلله کېده چې د وینې بهونې مسوله وه.

د افغانستان کورنۍ جګړې ته ورته پایله ورکول د امریکا پر حیثیت عین داغ پرېښودی شي.

له دې سره به بایډن ادعا کوي چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود او ملت تمرکز به پر کورنیو ننګونو ورټول کړي. د اوس له پاره داسې یو موقف یوازې د سیاست پر بنسټ دی او بس.