اردوغان: د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسؤلیت پر غاړه اخلو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تایید کړه، چې ترک ځواکونه به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي.
د ترکیې رسنیو رپوټونو کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي چې '' له ناټو او امریکا سره خبرو کې جوته شوه چې موږ به کوم مسؤلیت پر غاړه اخلو او موږ به دا ګام په غوره انداز پورته کړو. ''
ناټو مشرانو د حامد کرزي هوايي ډګر پر مالي ملاتړ هوکړه کړې.
افغان حکومت هم د روانې اونۍ لومړیو کې د دغه هېوايي ډګر ساتنې لپاره د ترکیې پلان ملاتړ وکړ او په وینا یې په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې به د ترکیې حضور پر هوايي ډګر د طالبانو احتمالي برید مخنیوي کې مرستندوی وي.
رپوټونو کې ویل شوي، ترکیه د دې مسؤلیت ترسره کولو لپاره افغانستان ته ډرون، دفاعي تجهیزات او نور سرتېري استوي.
د ترک رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ښايي ترکیه د دې ماموریت لړ کې له هنګري او پاکستانه هم د همکارۍ لپاره مرسته وغواړي.
یو لوړ پوړي ترک چارواکي رسنیو ته وویل: ''تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک به دې ماموریت سره ملګري شي ''.
خو نوموړی زیاتوي ''ځینې هېوادونه چې افغانستان کې حضور نه لري، دې کې ګډون ته لېوالتیا لري، یا ځینې هغه هېوادونه دي چې غواړي افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړي. ''

د عکس سرچینه، afghanistan civil aviation/facebook
تېره میاشت بروکسل کې د ناټو سرمشریزې غونډې بهیر کې د ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان او امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن تر منځ پر دې موضوع خبرې وشوې.
د ترکیې ځواکونه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنې برخه کې له ناټو او امریکايي سرتېرو سره په ګډه فعالیت کوي.
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت د بهرنیو دیپلوماتیکو تاسیساتو او نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیت لپاره مهم ګڼل کېږي.
طالبانو بیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره د ترک ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت کړی دی.
طالبان وايي، ترکیې تېر شل کاله د ناټو د غړي په توګه افغانستان کې پوځي حضور ساتلی او له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې باید له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.








