طالبان د کندوز او سرپُل ښارونو نیولو ادعا کوي؛ افغان چارواکي وایي کندوز کې تصفیوي عملیات روان دي

قندوز

د عکس سرچینه، Reuters

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د افغانستان شمال کې یې کندوز، تالقان او سرپل ښارونه نیولي، خو دولتي سرچینې دغو ښارونو کې د سختو جګړو د دوام خبره کوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند ميرويس ستانکزي وايي کندوز ښار کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات په برياليتوب سره روان دي او ګڼې سيمې يې له وسله والو پاکې کړې دي.

طالبانو نن (یکشنبه د اګست ۸مه) یوه اعلامیه کې ویلي چې د کندوز ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، بالاحصار او محبس ټول یې نیولې دي.

په دې اعلامیه کې دا ادعا هم شوې چې د سرپل د مرکز ټولې دولتي ودانۍ او ملحقات هم د دوی لاس ته کیوتي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز ولایت ویاند عصمت الله مرادي بي بي سي ته ویلي چې د ولایت مقام، امنیه قومانداني او د استخباراتو ریاست په ګډون ګڼې دولتي ودانۍ لا له دولتي ځواکونو سره دي او د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت کوي.

له دې سره ملي دفاع وزارت هم یوه اعلامیه کې ویلي چې کومانډو ځواکونو کندوز ښار کې عملیات پیل کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې دغو علمیاتو کې ملي راډیو ټلویزیون او جنرال عبدالرازق څلارې اړوندې سیمې له طالبانو پاکې شوي او ګواکې دغه عملیات به د کندوز تر بشپړې تصفیې دوام ولري.

پر خواله رسنیو کندوز ښار کې د جګړې له کبله د اور لګېدو او د هټیو سوځېدو انځورونه لاس په لاس کېږي

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو کندوز ښار کې د جګړې له کبله د اور لګېدو او د هټیو سوځېدو انځورونه لاس په لاس کېږي

د راپورونو له مخې کندوز کې پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه هم شوي او جنګ جګړو کې ځینو هټیو او مارکیټونو اور اخیستی.

تر اوسه د دغه ښار نښتو کې د جګړې دواړو خواو او ملکي خلکو ته د اوښتو زیانونو کره رپوټ نشته.

طالبانو همدا راز یکشنبه ناوخته ادعا کړې چې د تخار مرکز تالقان ښار او ورسره ملحقه سیمې یې نیولې دي.

ځینو ځایي سرچینو هم بي بي سي ته منلې ده چې د تالقانو ښار طالبانو نیولی، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له سرپله هم رپوټونه وايي چې د دغه ښار ډېرې برخې او دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته پرېوتي او دمګړۍ یوازې په امام کلان سیمه کې د ملي اردو کنډک مقاومت کوي.

ولسي جرګه کې د سرپل استازې 'عزیزې جلیس' او دغه ولایت د ولایتي شورا یوه غړي محمد حسین مجاهدزاده بي بي سي ته ویلي چې د سرپل والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او ګڼ نور ولایتي چارواکي د ملي پوځ همدغه کنډک کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو تر دغه پرمختګ وروسته اوس د سرپل له مرکز او شپږو ولسوالیو یوازې بلخاب ولسوالۍ حکومت سره پاتې ده.

که د کندوز او سرپل سقوط تائید شي نو دا به له زرنج او شبرغان وروسته دوه نور ولایتي مرکزونه وي چې طالبان یې نیسي.

د ناامنیو نورې پېښې او د امریکا غبرګون

B-52 dropping bombs

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان شمال کې په کندوزو، سرپل او جوزجان سربېره له تخار او سمنګانو هم د بریدونو او جګړو راپورونه ورکړ شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د تخار د مرکز تالقانو ښار اورته بوز درازه، دویمه او شپږمه حوزه او قزاق سیمه یې هم تېره شپه نیولې دي.

هغه همدا راز د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتي قوې د برید او د درنې مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعا هم کړې ده.

خو کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د دې ولسوالۍ په دلخکي، برګنزار او یک توت سیمو کې د ملي پولیسو، ملي امنیت او ولسي پاڅونوالو عملیاتو کې نږدې ۲۵ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

له دې سره هممهاله دفاع وزارت هم نن سهار یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو څلېروشت ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو ځوابي بریدونو او مخامخ نشتو کې ۵۷۲ طالبان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپي کړې دي.

علامیه وايي طالبانو ته دا مرګژوبله په ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هرات، ارزګان، هرات، فراه، جوزجان، سرپل، فاریاب، هلمند، نیمروز، تخار، کندز، بدخشان او کاپيسا ولایتونو کې اوښتې ده.

د یادونې ده چې د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر لیکلي تر ۲۰۰ ډېر طالبان یوازې تېر ماښام شبرغان ښار کې د امریکا د بي ۵۲ الوتکو بریدونو کې وژل شوي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي د افغان حکومت او امریکا هوايي بریدونو دوی ته تر اوسه "کوم د ملاحظې وړ تلفات نه دي اړولي" او ګواګې ډېر زیان یې ملکي خلکو ته اوړي.

شبرغان

د عکس سرچینه، Social media

په دې لړ کې ویل کېږي چې یوازې همدا تېره شپه لښکرګاه ښار کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د صافیانو روغتون او د محمد انور خان په نوم لیسه په نښه شوي دي.

امریکا په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر کړې دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ- سنټګام ویاند نیکول فیرېرا هم بي بي سي ته منلې چې "امریکايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د خپلو افغان همکارانو په دفاع کې ځینې هوايي بریدونه کړي".

له دې سره کابل کې د دغه هېواد سفارت پر ولایتي مرکزونو د طالبانو بریدونه غندي او ویلي یې دي چې د طالبانو له اړه پر زور د خپل حاکمیت تپل د منلو وړ نه دي.

د امریکا سفارت وايي د طالبانو بریدونه د سیاسي حل لارې د ملاتړ له ادعا او د دوحې د سولې مذاکراتو سره ټکر کې دي.