د دریو ورکو کډوالو زلمیانو انا: د ګوتې غمي مې ورک دي
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
''

تېر کال همدا شپې ورځې 'د جون پر اووېشتمه ' د ترکیې په وان سیمه کې هغه بېړۍ ډوبه شوه چې نژدې ۱۰۰ کډوال پکې ناست وو. هغوی استانبول ته د تلو تکل درلود او د کډوالو لویه برخه یې افغانان وو.
اوس چې له کال ډېره موده تېرېږي، د ورکو شویو افغانانو کورنۍ لا هم د خپلو کورنیو غړو ته د موندل کېدو شېبې شماري. موږ کال وروسته له ځینو هغو کورنیو سره خبرې کړې دي چې لا هم د خپلو خواخوږو د څرک لګېدو په تمه دي.
پنځه اویا کلنه جبارخېله چې د سترګو لید یې د دریو لمسیانو ورکېدو لا نور کمزوری کړی، اوس په موبایل کې په ورپاتې انځورونو يادونه تازه ساتي.
جبارخېلې چې له خپلو دوو لوڼو سره یو ځای یوه بل ته د خپلو زلموټو د یاد کیسې تازه کولې، وايي، ''د ګوتې غمي مې ورک دي. ''
دا وايي: ''له خدایه یې ژوندي غواړم، نور یې خپل عمر پورې په تنګ کړې یم، له الله یې سلامت غواړم، خدای مې دې توبه قبوله کړي، د ګوتې غمي رانه ورک دي، پوره کال یې ووت. ''

د ٢٠٢٠ کال د جون پر اووېشتمه جان محمد، نوید او عثمان د هغو شاوخوا سلو کسانو په ډله کې وو چې دسپرلۍ بېړۍ یې د وان لوی ډنډ کې ورکه شوه. هغوی د ترکیې له وان ښاره استانبول ته پر قاچاقي لار روان وو.
بي بي سي ته مالومه شوې د هغې بېړۍ له ډوبېدو وروسته اوس هم ۳۴ افغانان ورک دي. له ډوبې شوې کښتۍ ۶۲ مړي اېستل شوي چې ۳۶ یې افغانان وو.
د دې افغانانو ځینې مړي په ترکیه کې خښ شوي او ځینې افغانستان ته وړل شوې دي.
ترکیه هغو افغانانو او پاکستانیانو ته چې پر قاچاقي لارو اروپا ته تلل غواړي، اصلي لار بلل کېږي. په ترکیه کې پر همدغو لارو څو ځایونو کې د هغو کډوالو د ښخولو لپاره ځانګړې هدېرې هم جوړې شوي چې پر هغې مرګونې لارې مړه شوې دي.
اوس له هغه پېښې له کال ډېر وخت تېرېږي، خو د کابل په ختیځ بتخاک سیمه کې د ورکو شویو د کورنیو نارینه غړي هره اوونۍ په دې هېله ټولېږي چې که یې د خواخوږو د مرګ او ژوند پته یوه بل ته لګېدلې وي.

د ۱۷ کلن جان محمد پلار کشمیر خان وايي لا هم تمه لري چې ښايي زوی یې ژوندی وي او یوه ورځ کور ته ورستون شي.
هغه بي بي سي ته وویل: ''له کال ډېر وخت وشو، د مرګ او ژوند هیڅ حال یې نه راځي، یوه ورځ اوازه شوه چې ترکیه کې بندي دی، خو هغه کس مو پیدا نه کړ چې دا اوازه یې ګډه کړې وه. ''
خو د ځینو نورو بیا تمه پرې شوې ښکاري.
د نوید پلار بسم الله جان وايي وروستۍ خبرې یې له سفر یوازې څو د قیقې مخکې ورسره کړې وې او وايي زوی یې ''د ښه او ا رام ژوند ډېر ارمانونه لرل، خو اوس یې د ژوند او مرګ مالومات نشته ''

له افغانستان او پاکستان په قاچاقي لارو تلونکي ډېری خلک له لویه سره اروپا او په ځانګړي ډول بریتانیا ته د تلو هڅه کوي. ځینې پر دې مرګونې لارې له سختو حالاتو او ستونزو سره مخامخېږي، آن د ځینو خو کلونه کلونه د مرګ او ژوند پته هم نه مالومېږي.
د ترکیې په وان کې د بېړۍ د ډوبېدو د کلیزې نمانځلو لپاره د همغه ډنډه غاړې ته د کډوالو ځینې ترکي فعال ورغلي وو. هغوی د ورکو شویو او قربانیانو یاد تازه کولو لپاره د ډنډغاړې اوبو کې ګلان وغورځول.

د عکس سرچینه، Van Bar Association
په وان کې د کډوالو ترک فعال محمود کاچن بي بي سي پښتو ته وویل ''د یوې لویې بدمرغه پېښې په ډول به دا واقعه تل دلته زموږ په زړه وي ''
په جنیوا کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاند بابر بلوچ وایی په روان کال کې څه نا څه ۹۰۰ کډوال اروپا ته تللو پرمهال په سمندرونو کې مړه شوې دي.
اوسمهال د یونان د کډوالو په کمپونو کې ۹۰۰۰ کډوال شته چې ۴۸ سلنه یې افغانان دي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې له کله نه چې د طالبانو جګړو زور اخیستي، له افغانستانه د تلونکو ځوانانو شمېر په کمساري ډول لوړ شوی دی او وېره دا ده چې که د جګړو ډګر نور ګرمېږي، ښايي دا شمېر لار نور لوړ شي.
ښايي د وخت په تېرېدو د ځینو کورنیو چې خپل خپلوان یې ورک شوي زړونه یوه څه صبر شي، خو د خواخوږو د ورکېدلو د غم داغ یې ښايي ټول عمر په زړونو پاتې شي.









