ترکیه: "ایران سره پر پوله مو ۱۳۳ کډوال نیولي، ۵۹ پکې افغانان دي"

کډوال

د عکس سرچینه، EPA

د ترکیې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تېرو دوو ورځو کې یې ایران سره پر پوله ۱۳۳ "غیرقانوني" کډوال نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا د شنبې پر ورځ ۷۳ او پرون یکشنبه ۶۰ نور له ایران سره پر پوله وان ولایت کې نیول شوي دي.

په دوی کې ۵۹ افغانان دي.

له افغانستانه د ناټو او امریکا د وروستیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله دغه هېواد کې جنګ جګړې پراخې او سختې شوې دي.

په ورته وخت له دغه هېواده کډوالي هم ډېره شوې او یو شمېر کسان د ترکیې پر خوا د تګ تکل کوي.

افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د کډوالۍ د یوې بلې سترې څپې اندېښنې پېدا کړې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۷۰ زرو ډېر افغانان بې ځایه شوي.

له دوی سره افغانستان کې د ټولو بې ځایه شویو خلکو شمېر ۵ اشاریه درې میلیون تنو ته رسېدلی.

افغانستان، ایران او ترکیې یوه میاشت وړاندې د "انتالیا دیپلوماسۍ فورم" کې د کډوالۍ، امنیت او انرژۍ برخو کې د همکاریو په پیاوړتیا خبرې کړې وې.

د ایران او ترکیې ترمنځ د پولې د امنیت ساتنې تدابیر د معمول په څېر دوام لري او د ترکیې دیپلوماتیکې سرچینې وايي له تهران سره له افغانستان د ورتلونکو کډوالو په اړه کومه ځانګړې هوکړه نه ده شوې.

ترکیه دمګړۍ د څلور میلیون کډوالو کوربتوب کوي چې ډېر یې ګاونډي سوریان دي.

خو تېرو شپږو میاشتو کې د ترکیې پر پوله ډېر نیول شوي پناه غوښتونکي افغانان دي چې له ایران دغه هېواد ته اوښتي.

ډېر کډوال دا هېواد اروپا ته رسېدو لپاره د پل په توګه ګاروي.

کډوال

د عکس سرچینه، EPA

ترکیه له ایران سره شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره پوله لري چې ډېره برخه یې غرنۍ ده.

د دې پولې پر ځینو برخو د دیوال درولو هڅې هم شوې دي.

له ایرانه ترکیې او یا له دې لارې اروپا ته په غیرقانوني توګه ځان رسول له خطر تش هم نه دي.

تېره اوونۍ د ترکیې وان ښار مرادیه سیمه کې د همدغو غیرقانوني کډوالو لېږدونکی بس یوې درې ته پرېوت چې ۱۲ کسان پکې مړه او ۲۶ ټپیان شول.

تیر کال د وان سیند کې د کډوالو لېږدونکې بېړۍ ډوبه شوې او ۶۰ کډوال پکې مړه شوي وو.