'د ترکیې وان اوبو کې له ډوبو شویو يې ۲۴ افغان کډوال دي'

د ویډیو تشریح، ګران هېواد: ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ ۲۴ قربانیان افغانان دي

په ترکیه کې د افغان سفارت شارژدافېر حبیب احمد خنجاني د بي بي سي خلیل نوري ته منلې، چې د ترکیې ختیځ وان اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ مړو شویو سپرو له ډلې د ۲۴ افغانانو مړي له اوبو رایستل شوي، چې ځینې ماشومان هم پکې دي.

تر اوسه د ډوبې شوې کښتۍ د ۵۸ سپرو مړي له ۱۵۰ متره ژورو اوبو رایستل شوي دي.

ښاغلی خنجاني وايي، د موندنې عملیات لا هم روان دي.

په ترکیه کې افغان شارژدافېر وايي، د ترکیې حکومت ځینې مړي په اوبو کې د ډېرو پاتې کېدو او خرابېدو له امله په موقت ډول همالته خښ کړي دي.

ښاغلی خنجاني زیاتوي، د افغانستان هوايي شرکتونو هېواد ته د افغانانو د مړو وړیا لېږدولو ژمنه کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د مړو د پېژندلو او د پېښې د څېړنې په موخه يې يو پلاوی د ترکيې وان ښار ته لېږلی دی.

دغه وزارت له خلکو غوښتي وو چې که ترکيې ته پر لار يې له خپلوانو سره اړیکه پرې شوې وي نو دوی دې خبر کړي.

ویل کېږي په دې کښتۍ کې ټول سپاره کسان هغه کډوال وو چې د شپې په تیاره کې يې غوښتل د امنیتي کسانو له سترګو پناه د ترکيې او ایران تر منځ پولې نه تېر شي.

تر ډېره هغه افغان کډوال چې غواړي په ناقانونه ډول اروپا ته ځانونه ورسوي د ترکيې لار غوره کوي. دغه کډوال په وطن کې ناامني او بېکاري د افغانستان د پرېښودو لامل بولي.

د خوشحال په نوم د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، ۲۲ کلن ورور يې هم په دغو غرقو شویو کسانو کې دی چې په خبره يې، تر ډوبېدو یو ساعت مخکې يې له خپل دغه ورور سره وروستۍ خبرې وکړې.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وړاندې ترکي چارواکو ویلي وو، دې هېواد ته ډېر افغان کډوال ورمات شوي دي

ده ویلي ''حشمت الله له دارالمعلمین فارغ شوی و او د ترکاڼۍ په یوه دوکان کې يې کار کاوه، خو د قرنطين له کبله چې بېکاري ډېره شوه، دی کډوالۍ ته اړ شو. د هغه درې ملګري د پاکستان او ایران تر منځ پولې سره پولیسو نیولي وو او بېرته خپل هېواد ته ګرځول شوي وو خو حشمت او یوه بل ملګري يې ځانونه ایستلي او سفر ته یې دوام ورکړی و''.

یوې بلې سرچينې هم دوی ته د ورغلو کسانو له خولې بي بي سي ته ویلي چې، ښايي د کورنۍ ۱۱ غړي يې په هغه کښتۍ کې وو چې ډوبه شوې او یوه بل تن بیا ویلي، د جون میاشتې پر اوومه يې اوو خپلوانو غوښتل له وان ښاره د اروپا په لور وخوځېږي خو موده وشوه چې د حال احوال درک يې نشته.

تر اوسه مالومه نه ده چې دا کښتۍ ولې ډوبه شوې ده، خو د ترکيې په اوبو کې د افغان کډوالو د ډوبېدو دا پېښه لومړنۍ هغه نه ده.

وړاندې په ترکیه کې د افغان سفارت شارژدافېر حبیب احمد خنجاني بي بي سي ته ویلي وو، دغه سفارت له ترکي دولت غوښتي چې د قربانیانو د پېژندلو لپاره دې د ډي‌اېن‌اې ازموینې په ګډون د هرې ممکنه لارې کارولو هڅه وکړي.