د افغانستان روغتیا وزارت: عامو وګړو ته کورونا واکسین پیل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان روغتیا و زارت وايي، مېندوارو او ماشومانو ته له تي ورکوونکو مېرمنو پرته په ټولو ۳۴ ولایتونو کې هغو وګړو ته واکسین لګول پیل شوي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو پورته دي.
په افغانستان کې نږدې دوه میاشتې مخکې په لومړي پړاو کې روغتیاپالو، افغان امنیتي ځواکونو او رسنوالو ته د کورونا وېروس مخنیوي واکسین لګولو بهیر پیل شوی و.
د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه یې یو لک درې اویا زره کسانو ته دغه واکسین لګولی دی او اوس عامو خلکو ته هم دا لړۍ روانه ده.
د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی د بي بي سي خبریال عصمت بهیر سره مرکه کې وايي، په کابل او ولایتونو کې د واکسین لپاره روغتونونه ځانګړي شوي او خلک ور تللی شي:
"موږ د خواله رسنیو له لارې خلکو ته مالومات خپروو چې کوم ځای کې واکسین وکړي."
کوم واکسین لګول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، نږدې یو میلیون واکسین ور سره دی چې پنځه لکه ډوزه هند مرسته کړې او ور سره څلور لکه اته شپېته زره د واکسین نړیوالې ادارې له خوا مرسته شوې ده:
"دواړه د استرازنیکا واکسین دی چې دوه ډوزه یې هر کس ته لګول کېږي او دې واکسین سره تر پنځه لکه کسان واکسین کېږي. "
نوموړی وایي، د کواکس څلور لکه اته شپېته زره واکسین د هغه ۱۶ میلیون ډوزه واکسین برخه دی چې د دې ادارې له لارې یې افغانستان ترلاسوي او هیله ښيي چې د اوسني واکسین تر ختمېدو وروسته به کواکس افغانستان ته نور واکسین هم ورسوي.
د دې وزارت ویاند زیاتوي د چین هېواد څلور لکه واکسین مرستې ژمنه کړې چې د اداري چارو تر بشبړېدو وروسته به هغه هم ژر افغانستان ته راوړل شي.
نوموړی وايي په روان او ۲۰۲۲ کال کې د ۶۰ سلنه وګړو د واکسینولو پلان لري او د دې لپاره تر ۱۶ میلیون ډوزه واکسین د کواکس له لارې ترلاسوي او تر هغه وروسته به ګوري چې د کواکس که له نورو لارو دا واکسین ترلاسه کړي.
کورونا کوم حالت کې ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د واکسین پیلېدو سره هممهال افغانستان کې کورونا پېښې هم زیاتې شوې دي او روغتیا وزارت وايي، له پاکستان او ایران سره د تګ را تګ له امله بولي.
که څه هم د دې وزارت ویاند میرویس علیزی وايي، دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د کورونا نوې بڼه یا بریتانوي بڼه هم ثبت شوې، خو په دې باور دی چې د واکسین لګولو سره د کورونا پېښې کمې شي.
د افغانستان روغتیا وزارت د پرونیو مالوماتو له مخې تېرو څلرویشتو ګړیو کې ۷۸ کورونا نوې پېښې ثبت شوې دي.
د رسمي مالوماتو له مخې افغانستان کې ۵۷ زره ۶۱۲ کسان کورونا شوي او له دې وبا تر دوه زره ۵۳۵ کسان مړه شوي دي.










