افغانستان: کورونا وېروس ټولو ولایتونو ته رسېدلی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره، د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۳۳۹۲ ته لوړې شوې دي. وایرس تر اوسه ۱۰۴ کسان وژلي هم دي. ۴۵۸ ترې روغ شوي. په کابل کې زموږ همکار صابر عزیر په ټول افغانستان کې د کورونا وایرس پر وروستي حال - او ورسره - پر نورو تړلیو موضوعاتو جزییات لري