کرزی: که بله لاره نه وي، د موقت حکومت جوړېدو تګلاره هم سمه ده

کرزی

د عکس سرچینه، .

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو له پیلېدونکې ناستې سره همهاله د افغانستان مخکینې ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې د انتقالي حکومت د جوړېدو تګلارې هر کلی کړی دی.

ښاغلي کرزي ویلي دي چې یوازې دوه لارې شته، یو دا چې طالبان له اوسني حکومت سره یو ځای شي او یا هم د یوه لنډمهاله حکومت جوړښت چې د طالبانو ګډېدو ته پکې زمینه برابره شي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په دغې ځانګړې مرکې کې ویلي دي چې بهرني او افغان لوبغاړي باید پرې نږدي چې په افغانستان کې د سولې اوسنی فرصت له لاسه ووځي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا د یوه لنډمهاله او انتقالي حکومت د جوړېدو پروګرام لري چې په هغه کې طالبان هم رول ولري وویل، که بله لاره نه وي دا لاره هم سمه ده.

''که طالبان او د جمهوریت لوری غواړي چې دښمنۍ پای ته ورسوي، ښه، سوله یوازې په دې ډول راتلای شي. یوازې دوه لارې شته، لومړۍ لاره دا ده چې طالبان په دې هوکړه وکړي چې له اوسني دولت سره یو ځای کېږي، خو که دا امکان و نه لري بله یوازینۍ لاره د یوه انتقالي حکومت جوړښت دی. ''

ښاغلی کرزی وايي چې د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو یې د ملاتړ موخه دا نه ده چې یو ولسواک سیستم دې قرباني شي، بلکې موخه یې د افغانانو یووالی دی.

هغه زیاتوي داسې سیستم باید وړاندې شي چې دواړه خواوې ورباندې هوکړه وکړي او بل پلو افغانانو ته هم د منلو وړ وي. هغه د لویې جرګې د جوړېدو شونتیا او ټاکنو یادونه هم وکړه.

ښاغلي کرزي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر اشرف غني د سولې پر وړاندې خنډ دی وویل، نه!

مسکو ته له کابل روان پلاوی.
د عکس تشریح، ښاغلی کرزی مسکو ته له کابله تللي پلاوي کې شامل دي.

د هغه په خبره چې تېره اوونۍ یې له ښاغلي غني سره په دې اړه خبرې کړې دي. ښاغلي کرزي ټینګار وکړ چې د ولسمشر غني په ګډون ټولې خواوې باید د سولې په موضوع کې له نرمښت وښيي.

''د سولې لپاره موږ ټول باید ډېر ډېر نرمښت وښیو. د خلکو ژوند باید لومړیتوب وي. ولسمشر غني د ټاکنو ترسره کېدل غواړي او که دا طالبان ومني ښه ده. دا تر ټولو اسانه لاره ده خو که داسې پېښه نه شي نو د دې اجازه باید ورنه کړو چې هېواد په دې ډېره بده جګړه کې پاتې شي. نو په دې صورت کې د ولسمشر په ګډون د ټولو دنده دا ده چې پر یوه بدیل فکر وکړو. ''

ښاغلي کرزي بي بي سي ته وویل چې ۱۴ کاله یې د افغانستان د ولسمشر په توګه مسؤلیت ترسره کړی او د هېواد د بیا ځل مشرۍ لپاره هيڅ خیال نه لري. هغه خبره چې په وار ـ وار یې کړې ده.