افغان سوله: خليلزاد دوحه کې له طالب مشرانو سره کتلي

د ویډیو تشریح، افغان سوله: خليلزاد دوحه کې له طالب مشرانو سره کتلي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي پاکستان دې ريښتينې سولې ته ورمخکې شي، او د خپلواکو هېوادونو په څېر دې يو بل سره ومني. ده دا خبرې د افغان ملي شورا کاري مودې پيل غونډې ته کولې. پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او ورسره پلاوي يې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنتيا ښوولې او د عملي کولو په اړه يې سره خبرې کړې دي. نور حال يې نجما ځلا راکوي.