'تېر یوه کال کې نژدې ۹۰ دیني عالمان په هدفي بریدونو کې وژل شوي'

فیض محمد فائز

د عکس سرچینه، Öşåmåh Bādākhşhī

د کابل د عالمانو شورا وايي، په تېر یوه کال کې افغانستان کې نژدې ۹۰ دیني عالمان په هدفي وژنو کې وژل شوي. دوی دا خبره داسې مهال کوي، چې نن ګهیځ کابل کې د کندوز د عالمانو شورا پخوانی مشر مولوي فیض محمد فائز ناپېژاندو وسله والو په ډزو وواژه.

مولوي عبدالقادر قانت بي بي سي ته وویل، د عالمانو هدفي وژنو دوی سخت اندېښمن کړي او پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوي چې د عالمانو د هدفي وژنو عاملین مالوم کړي، خو په وینا یې تر اوسه هېڅ کومې خوا په دې اړه دوی ته ځواب نه دی ویلي.

دی وايي، د مولوي محمد ایاز نیازي له وژل کېدا وروسته تر اوسه د افغانستان کابو ۹۰ دیني عالمان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ښاغلی قانت چې 'د اسلامي او جهادي ارزښتونو شورا' مشر هم دی وايي یوځل بیا پر افغان دولت غږ کوي چې د عالمانو د هدفي وژنو عاملین ژر مالوم او د قانون منګولو ته یې وسپاري، خو که دولت یې بیا هم خبره بابیزه وګڼي، نو په وینا یې دوی به چوپه خوله پاتې نه شي او جدي دریځ غوره کړي.

د کابل پولیس وايي، د کندوز د عالمانو شورا پخوانی مشر او د کابل عربي دارالعلوم استاد مولوي فیض محمد فائز نن ګهیځ ناپېژاندو وسله والو په تومانچه ویشتلی او وژلی دی.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، ښاغلی فائز نن ګهیځ (چارشنبه/کب ۱۳مه) د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند جکشن سړک ته څېرمه سیمه کې ویشتل شوی.

نوموړی وايي، د قاتلینو د نیولو لپاره ګډ امنیتي ټیم کار پیل کړی دی. تر اوسه د نوموړي د وژلو مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د مولوي فیض محمد فائز کورنۍ وسله وال طالبان د نوموړي په وژنه تورنوي، خو طالبانو دا تور رد کړی دی او وايي دوی د عالمانو په وژنو کې لاس نه لري.

پر خواله رسنیو هغو کسانو چې فیض محمد فائز پېژانده، لیکلي چې هغه یو تکړه عالم و او نن ګهیځ جومات ته د تللو پرمهال وژل شوی.

مولوي فیض محمد فائز نژدې ۱۵ کاله مخکې د کندوز د عالمانو شورا مشر و.

د مولوي فیض محمد فائز لنډ ژوندلیک

د مولوي فیض محمد فائز زوی محمد حسین بي بي سي ته وویل، پلار ته یې 'مخالفانو' ګواښ کړی و.

د کابل عربي دارالعلوم یوه استاد همیم کچکاني - چې فیض محمد فائز یې له نژدې پېژانده- بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، مولوي فیض محمد فائز مخکې کندوز کې د "تخارستان" په نامه دیني مدرسه کې استاد و.

ښاغلی همیم وايي، فائز کندوز کې یو څېړنیز مرکز هم درلود او تر ماسټرۍ پورې یې لوړې زدکړې کړې وې.

دی زیاتوي، مولوي فیض محمد فائز د جمعیت اصلاح افغانستان غړی هم و، چې په تلوېزیون یې دیني خپرونې هم لرلې.

پرون د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې د یوه خصوصي تلوېزیون درې کارمنانې ووژل شوې.

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، په تېر یوه کال کې یې د هدفي وژنو تر پنځو سوو ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

څو ورځې وړاندې فیض محمد فائز د کابل پوهنتون د استاد مبشر مسلمیار او د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا د مشر دوکتور محمد عاطف پر وژلو خواشیني ښودلې وه.

مبشر مسلمیار (ښی) او دوکتور محمد عاطف

د عکس سرچینه، جمعیت اصلاح افغانستان +Social Media

د عکس تشریح، د "جمعیت اصلاح افغانستان" ټولنې د مرکزي شورا مشر دوکتور محمد عاطف (کيڼ) او د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار په تېره سلواغه میاشت کې کابل کې ووژل شول.

دوکتور محمد عاطف د سلواغې پر ۱۴مه، د کابل ښار څلورمې ناحیې (سلیم کاروان) سیمې اړوند سیمه کې د هغه پر موټر د مقناطیسي ماین د چاودلو له کبله ووژل شو.

او د سلواغې پر ۳۰مه، د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار او د پوهنتون یو محصل د کابل پوهنتون مخې ته پر یوه کورولا موټر د نښلول شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ووژل شو.

(د ۲۰۲۰ اګسټ میاشت) کې د جمعیت اصلاح یو بل غړی دوکتر عبدالباقي امین، چې د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر او د سولې فعال و، کابل کې ووژل شو. د نوموړي پر موتر پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي وو.

وړاندې، د افغانستان بيارغونې د څار ځانګړې امريکايۍ ادارې "سيګار" د امریکا کانګرس ته پخپل درې میاشتني پنځوسم رپوټ کې ویلي وو، د افغان دولتي چارواکو، د مدني ټولنې پر غړو او خبریالانو د طالبانو هدفي بریدونه ډېر شوي دي.

کابل کې د چسپکي ماینونو او بریدونو لړۍ

کابل کې له نژدې پنځو میاشتو راهیسې د چسپکي ماینونو چاودنې د ورځې دود ګرځېدلې دي. دې چاودنو کې تر ډېره حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه، مدني او ټولنیز فعالان او خبریالان په نښه کېږي.

که څه هم وسلوال طالبان او بله کومه ډله د دې چاودنو مسوولیت نه مني، خو افغان حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي.