کابل چاودنه کې د پوهنتون استاد وژنه؛ ارګ یې د بشر ضد جنایت بولي

کابل

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو ددغه په نښه شوي موټر عکس ډېر لاس په لاس شوی چې وايي وژل شوی استاد پکې سپور و

د کابل پولیس وايي، د ښار دریمه ناحیه کې د کابل پوهنتون مخ ته په یوه کورولا موټر چاودنه شوې چې د کابل پوهنتون یو استاد او د پوهنتون یو محصل پکې وژل شوي دي. چاودنه د پنجشنبې په ورځ غرمه شاوخوا یوولس بجې شوې ده. ‌

افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وژنه یو ترهګریز عمل بللی دی.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، "تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن د کابل ښار درېیمه ناحیه کې کویټي جومات ته څېرمه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار موټر د تروریستي برید هدف وګرځاوه چې له امله یې نوموړی او د هغه یو زده کوونکی شهیدان شول".

ولسمشر غني دا عمل د دیني ارزښتونو خلاف او د بشر ضد جنایت بللی دی.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د کابل پوهنتون دغه استاد په وژل کېدو خواشیني ‌ښودلې ده.

ددغې شورا له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دا برید په کلکو ټکو غندي "د دیني عالمانو او د پوهنتون استادانو وژل هېڅ دیني، مذهبي او اخلاقي توجیه نه لري".

ددغې شورا له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دا برید په کلکو ټکو غندي "د دیني عالمانو او د پوهنتون استادانو وژل هېڅ دیني، مذهبي او اخلاقي توجیه نه لري".

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم پر ټویټر د استاد مبشر د وژلو په تړاو لیکلي، "دا یو وېروونکی او د نه منلو عمل دی.‌ هدفي وژنې باید پای ومومي. تر دې وروسته هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي. د بشر حقونو فعالان، خبریالان، دیني عالمان، استادان، قاضیان او څارنوالان. ولسي وګړي هدف نه دي".

مولوي مبشر مسلمیار
د عکس تشریح، مولوي مبشر مسلمیار د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد و

بله خوا، سهار اوه بجې هم د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د امنیتي ځواکونو رېنجر په نښه شو خو چارواکي وايي، مرګ ژوبله نه لري.

د روانې سلواغې/دلوې میاشتې پر ۱۴مه هم د کابل ښار څلورمه ناحیه (سلیم کاروان) سیمه کې د جمعیت اصلاح افغانستان یو غړی دوکتور محمد عاطف په نښه او ووژل شو.

د نوموړي پر ګاډي پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي وو.

د روان کال د لړم/عقرب پر ۱۲مه پر کابل پوهنتون خونړی برید وشو، چې لږترلږه ۲۲ کسان پکې ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول، چې په وژل شویو کې محصلین، استادان او امنیتي ځواکونه هم وو.‌

د کورنیو چارو وزارت ویلي وو پر پوهنتون دریو بریدګرو برید کړی و.‌

د دغه خونړي برید مسئولیت "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې منلی و او طالبانو ویلي وو چې پر پر کابل پوهنتون برید یوه کرغېړنه کړنه ده او دوی یې غندي.