زلمي خلیزاد د افغان سولې فعال عبدالباقي امین وژنه غندلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا څرګندونې د افغان سولې د یوه فعال ډاکټرعبدالباقي امین د وژلو په تړاو کړې دي او د دې پېښې تر شا يې د هغو کسانو لاس یاد کړی چې په خبره يې په افغانستان کې د سولې ځنډول غواړي.
عبدالباقي امین تېره چهارشنبې (۲۹ زمری/ ۱۹ اګست) د ده په ګاډي پورې د نښلېدلي ماین د چاودنې له کبله په کابل کې ووژل شو. دی د سولې د هڅو فعال او د قاصد سټراټيژيکو څېړنو مرکز مشر و.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوو پرله پسې ټوېټونو کې د هغه وژنه غندلې او ویلي يې دي چې، 'پرون افغانستان ډاکټر عبدالباقي امین له لاسه ورکړ. هغه د لويې پوهې څښتن او سولې ته په ژمنتیا کې يو نه ماتېدونکی فعال و'.
د افغان سولې پر دغه فعال داسې مهال برید کېږي چې د طالبانو او حکومت تر منځ بین الافغاني خبرو پېلېدا ته د خلکو تمې دي خو لا يې کوم څرک نه لګېږي.
ښاغلي خلیزاد د عبدالباقي امین وژنه هم د هغو خلکو کار بللی چې په خبره يې، غواړي افغان سوله وځنډوي.
' د ده د وژلو تر شا د هغو کسانو لاس لرل د خواشينۍ وړ دي چې هڅه کوي افغان سوله وځنډوي او لاره يې چپه کړي'.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عبدالباقي امین او د سولې هڅې:
عبدالباقي امین د تفکرخونې په نوم د یوه بنسټ رامنځ ته کوونکی هم و چې په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو له مرکز سره په ګډه د افغانستان د راتلونکي او سولې په اړه کار کوي.
په دې بنسټ کې د طالبانو د ځينو پخوانیو چارواکو، اوسنیو ملاتړو په ګډون د افغان حکومت یو شمېر چارواکي، وکیلان، سیاسيون او د نظر خاوندان ورټول دي.
دی په تېر کې د افغانستان د سټراټيژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز مشر او د پوهنې وزارت چارواکی پاتې شوی دی. دی اوس هم د دغه وزارت د علمي شورا مشر و.
مخکې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون ځينو نورو سیاسيونو هم په دې وروستيو کې د سولې پر فعالانو بریدونه د اندېښنې وړ بللي وو او د داسې پېښو د مخنيوي او پلټنې غوښتنه يې کړې وه.
د یادولو ده چې تېره شنبې (۲۵ زمری/ اګست ۱۵) له طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټيم پر غړې فوزیه کوفي هم وسله وال برید شوی و چې په پایله کې يې دا پر لاس ټپي شوې وه. د هغه برید مسوولیت چا تر اوسه نه دی اخیستی.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF EDUCATION
'د عبدالباقي د قربانۍ په درناوي تاوتریخوالی کم کړئ'
زلمي خلیلزاد د ډاکټرعبدالباقي د وژنې په تړاو پخپل بل ټوېټ کې په افغان جګړه کې پر ښکېلو خواو یو ځل بیا غږ کړی چې تاورتریخوالی کم کړي.
ښاغلي خلیلزاد همدا راز غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې دننه مذاکرات پېل شي.
'د ډاکټر امین قربانۍ ته دراناوی په دې کې دی چې ټولې خواوې تاوتریخوالی کم او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پېل کړي'.
ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د دغو خبرو د ځنډولو لپاره هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی پاتې.
خو د یادولو ده چې وسله وال طالبان د دغو خبرو د پېل لپاره لا هم د دوی د پاتې بندیانو پر خوشي کېدو او حکومت بیا د طالبانو په زندانانو کې د خپلو شته بندیانو پر خلاصون ټينګار کوي.
د طالب بندیانو له ډلې يې د مشورتي جرګې تر پرېکړې او د ولسمشر غني تر فرمان وروسته له شاوخوا څلور سوو يې اتیا تنه خوشي شوي او نور لا هم پاتې دي.
حکومت وايي، په پاتې بندیانو کې يې د ځینو د خلاصون پر سر یو شمېر هېوادونه اندېښنې لري.
تېره دوشنبې (زمری ۲۷) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې موضوع کار کوي او هیله لري چې ژر به دا ستونزه هواره شي.








