ولسي جرګه: د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې دې د دولتي کارمنانو تنخاوې یوشان شي
د افغانستان ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بودیجې د تصویب لپاره دا شرط اېښې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې دې د دوی هغه طرحه ځای پرځای شي چې پر بنسټ یې د ښوونکو، سرتېرو او د دولت د ټیټ رتبه کار منانو تنخاوې د دولت له نورو کارمنانو له معاشونو سره یو شان شي.
د افغانستان مالیې وزارت وايي، د ولسي جرګې د دغې طرحې اورېدو لپاره چمتو دی او د حقوقي او تخنیکي اړخونو له ارزولو وروسته به یې په اړه پرېکړې وکړي.
تېر ځل ولسي جرګې د بودیجې طرحه نا انډوله بللې وه او د اوولسو نورو موضوعاتو له امله جرګې دا طرحه ناسمه بللې او رد کړې وه.
د افغانستان ولسي جرګې غړی سید احمد سېلاب وايي، هغه مهال چې د ښوونکو او سرتېرو لپاره تنخاوې ټاکل شوې وې، د خوراکي توکو بیو د اوس پرتله ډېرې ټیټې وې.
د افغانستان مالیې وزارت پرون له یو لړ بدلونونو او اصلاحاتو وروسته د دوهم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستوله.
مالیي وزارت وايي، د سږ مالي کال بودیجې په طرحه کې په یو شمېر حکومتي ادارو کې د ځینو کار کوونکو له خوا د امتیازي معاشونه اخیستلو بودیجه لیرې کړې ده.
د ولسي جرګې بیا د دغې طرحې د تصویب لپاره شرط اېښی.

د عکس سرچینه، Wolesi Jirga Radio&TV
د دغه جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، تر هغه به د راتلونکي مالي کال بودیجه تصویب نه کړي، چې په وینا د دغې جرګې د غړو هغه طرحه پکې نه وي ځای پر ځای شوې، چې پر بنسټ یې د دولت د نورو کار منانو په شان د سرتېرو، ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو تنخاوې یو شان کېږي:
"د تنخاوو یو شان کول د ملت د کور سره کرښه ده. تر هغه چې حکومت د مامورینو، ښوونکو، سرتېرو او افسرونو برحق غوښتنه و نه مني، بودیجه به تصویب نه شي".
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، که څه هم د بودیجې جوړول، په هغې کې د نویو پروژو ځای پر ځای کول او بدلونونه د اساسي قانون له مخې د حکومت کار دی، خو په وینا یې بیا هم د مالیې وزارت چمتو دی، چې د ولسي جرګې د طرحې جزئیات واورې.
ولسي جرګې په داسې حال کې د بودیجې تصویبولو لپاره شرط اېښی، چې شپږ ورځې وروسته یانې د د سلواغې پر لومړۍ نېټه د دغې جرګې ژمنۍ رخصتې پیلېږي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي. خو څو ورځې مخکې د جرګې مشر ویلي وو، تر هغه به وکیلان رخصتي پیل نه کړي، چې بودیجه یې نه وي تصویب کړې.

د عکس سرچینه، Wolesi Jirga Radio&TV
وزارت د بودیجې په دې نوې طرحه کې ۲۰ میلیارډه افغانۍ نورې اضافه کړې، چې د دغو پیسو لویه برخه د امنیتي بنسټونو لپاره ځانګړې شوې وې.
اوس نو د افغانستان د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه ۴۷۳ میلیارډ افغانۍ شوه، چې ۳۱۱ میلیارډ یې عادي او ۱۶۱ میلیارډ افغانۍ یې پراختیایې ده.
د دغې بودیجې نژدې ۵۰ سلنه پر کورنیو عوایدو تکیه ده او پاتې یې له بهرنیو مرستو او پورونو جوړېږي.










