ولسي جرګې د راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه رد کړه

ولسي جرګه

د عکس سرچینه، ولسي جرګه

د عکس تشریح، د جرګې په نږدې ۱۳۷ سوبو وکیلانو کې ۱۴ غړو بودیجې ته د تایید رایه ورکړه.

د افغانستان ولسي جرګې د چارشنبې غونډه کې د حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال وړاندیزي شوې بودیجه رد او پکې یې د بدلون غوښتنه وکړه.

ولسي جرګې دا څه باندې ۴۵۲ میلیارد افغانۍ بودیجه- چې نژدې نیمايي برخه یې نړیواله ټولنه ورکوي- بې انډوله وبلله.

وکیلانو ته د بودیجې تر را پور وړاندې کولو وروسته د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني له وکیلانو وغوښتل چې د شنو او سرو کارتونو پورته کولو سره د بودیجې د منلو یا نه منلو رایه وکاروي.

په ۱۳۷ سوبو وکیلانو کې ۱۴ کسانو د تایید او پاتې د رد رایه وکاروله او دې سره بودیجه رد شوه او له حکومت وغوښتل شول چې تر مناسب بدلون وروسته بیا دا بودیجه د تایید لپاره جرګې ته واستوي.

د افغانستان مالیې وزارت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

نږدې هرکال ولسي جرګه د مالیې له خوا برابره شوې د بودیجې طرحه ردوي او بیا ځلي لېږلو سره دې جرګه کې تاییدېږي.

د بودیجې ردېدو لاملونه

ولسي جرګه وايي، له مالیې وزیر او د دې وزارت نورو چارواکو سره پرونۍ غونډه کې یې دا بودیجه رد کړه.

د عکس سرچینه، FM

د عکس تشریح، دا جرګه وايي، له مالیې وزیر او د دې وزارت نورو چارواکو سره پرونۍ غونډه کې یې دا بودیجه رد کړه.

ولسي جرګه کې دوو وکیلانو هغه لاملونه وویل، چې د دوی په خبره د دې بودیجې د نه منلو یا ردېدو سبب دي او له حکومت په بودیجه کې د بدلون غوښته کوي.

د دې وکیلانو په خبره، د ولسي جرګې د بودیجې کمېسیون د جرګې له نورو ۱۴ کمېسیونونو او د مالیې وزیر او نورو چارواکو له غونډې وروسته دا بودیجه یې برابره کړې ده.

  • د ولسمشرۍ اړوند د چارو ادارې ته ۹میلیارد افغانۍ ځانګړي کول، چې جرګه یې ډېر بولي.
  • د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو پروګرامونو لرې کول او ټولګټو وزارت ته لېږل چې د دې وزارت مسئولانو دې کال کې د دې پروګرام پلي کول ناشوني بلل.
  • په احتیاطي کوډونو کې د بودیجې زیاتوالی ولسي جرګې ته د منلو نه و. دې طرحه کې ۱۹ او ۹۲ کوډونو ته له درې نیم میلیارد ډېرې افغانۍ او احتیاطي کوډ ته ۱۳ میلیارد افغان ځانګړې شوې دي.
  • کومو ادارو چې وزیرانو یې د ولسي جرګې استازو رایه نه ده اخیستې بودیجه یې رد شوه.
  • د لوړپوړو چارواکو لګښت کې د کمښت راوستلو غوښتنه چې مالیې وزارت ته د منلو نه و.
  • د کورنیو عوایدو پلان هم ولسي جرګې ته د منلو نه و او لامل یې دا وایه چې جزییات یې نه دي وړاندې شوي.
  • له عادي بودیجې د پراختیايي بودیجې ونډه بیا هم تر تېر کال کمه ده.
  • د ښاروالیو د عوایدو بودیجه کې ډېر کمی و چې ولسي جرګې ته د منلو نه و.

د پورته لاملونو په ګډون ۱۷ سببونه هغه څه وو چې ولسي جرګې ور سره بودیجه رد کړه.

د بودیجې جوړښت

ولسي جرګه

د عکس سرچینه، ولسي جرګه

د عکس تشریح، ولسي جرګې د بودیجې رد لپاره ۱۷ لاملونه وویل.

تدوین شوې بودیجه څلور سوه ۵۲ میلیارد ۶۴۰ میلیون ۷ لکه ۹۸ زره ۲۸۷ افغانۍ ده، چې پنځه میلیارده ۸۷۸ میلیونه څلور لکه ۵۱ زره ۲۶ ډالر کېږي.

دې رقم کې عادی بودیجه ۲۹۵ میلیارد ۸۱۰ میلیون ۶ لکه ۱۹ زره ۹۶۱ افغانۍ ده چې د ټولې بودیجې ۶۵ سلنه جوړوي.

د بودیجې طرحه کې پراختیايي بودیجه ۱۶۵ میلیارد ۸۳۰ میلیون یو لک ۷۸ زره ۳۲۶ افغانۍ ده چې د ټولې بودیجې ۳۵ سلنه جوړوي.

دا بودیجه له کورنیو سرچینو ۲۱۶ میلیارده ۵۰۰ میلیون افغانۍ برابره شوې چې ۵۱ سلنه برخه ده او پاتې ۴۹ سلنه د پورونو په ګډون بهرنۍ مرستې دي.

د ویډیو تشریح، ولسي جرګه او وزيران