ولسي جرګه د اباسین وژونکو ته اعدام غواړي

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي او د جرګې یو شمېر نورو غړو نن په عمومي غونډه کې بیا بیا له حکومته وغوښتل چې د اباسین د وژونکو قضیې سره دې جدي چلند وکړي:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي او د جرګې یو شمېر نورو غړو نن په عمومي غونډه کې بیا بیا له حکومته وغوښتل چې د اباسین د وژونکو قضیې سره دې جدي چلند وکړي:

د افغانستان ولسي جرګې مشر او یو شمېر غړي یې د اباسین ځاځي د وژونکو د اعدام غوښتنه کوي. د څوارلس کلن اباسین مړی چې موده وړاندې له کابله برمته شوی و، تېره اونۍ د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې وموندل شو.

کورنیو چارو وزارت شنبې ورځ اعلان وکړ چې پولیسو او ملي امنیت د اباسین د برمته کېدو په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي او د جرګې یو شمېر نورو غړو نن په عمومي غونډه کې بیا بیا له حکومته وغوښتل چې د اباسین د وژونکو قضیې سره دې جدي چلند وکړي:

"د اباسین په اړه مو تېره غونډه کې هم خبرې کړې وې او بیا هم وایو چې عاملین یې نیول شوې. د اساسي قانون او د شریعت پربنسټ دې دوی ته سزا واورل شي، چې د کورنۍ اوښکې یې وچې شي او نور ترې عبرت واخلي او داسې کړنې له منځه لاړې شي".

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، دا ماشوم نژدې ۵ میاشتې وړاندې د کابل له کارته نو سیمې څخه تښتول شوی وو.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، انسان تښتوونکو د نښې په توګه د اباسین ګوته غوڅه کړې وه او د هغه له کورنۍ څخه یې د هغه د خلاصون په بدل کې ۱۰۰ زره ډالر غوښتل.

په ټولنیزو شبکو کې تصویرونه لاس په لاس کېږی چې ښيي د اباسین ګوته پرې شوې، لاسونه او پښې یې تړلي او په یوه کوټه کې پروت دی.

کورنیو چارو وزارت شنبې ورځ اعلان وکړ چې پولیسو او ملي امنیت د اباسین د برمته کېدو په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.

د عکس سرچینه، NDS

د عکس تشریح، کورنیو چارو وزارت شنبې ورځ اعلان وکړ چې پولیسو او ملي امنیت د اباسین د برمته کېدو په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.

د فیسبوک ځېنې کاروونکي ددغه ماشوم د قاتلینو د سزا غوښتنه کوي.