د هرات د استیناف څارنوالۍ رییس د وژلو په تور ۲ کسان نیول شوي

د هرات پولیسو ددې ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس سمیع الدین رهین د وژلو په تور دوه کسان نیولي دي.
ښاغلی رهین تېره ورځ (پنجشنبې، ثور/ غویي ۹مه) له غرمې وروسته د هرات ښار په شمالي څنډه کې ووژل شو.
نوموړی له ساتونکو پرته په خپل شخصي موټر کې روان و چې خپل کور ته څېرمه ناپېژاندو کسانو په نښه کړ.
د هرات امنیه قوماندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو دوه کسان له دوو تمانچو او یوه اندازه مهماتو سره نیولي دي.
پولیسو ویلي، نیول شویو کسانو په خپل جرم منلی او د هغوی د اعتراف په پایله کې درېیم کس هم نیول شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر لیکلي، یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې دا کسان د پېښې په سیمه کې لیدلي وو.
د هرات والي تېره ورځ ددې ولایت له امنیتي بنسټونو غوښتي وو چې د وژنې عاملینو د نیولو لپاره خپله ټول توان وکاروی.
د تېرې ورځې په برید کې د ښاغلي رهین زوی هم ټپي شوی دی.
افغانستان کې پر عدلي او قضایي ادارو او کارکوونکو یې بریدونه نوې خبره نه ده. د ۱۳۹۲ کال په پسرلي کې په ګاونډي ولایت فراه کې پر محکمې د ځانمرګو په برید کې ۵۳ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.








