د افغانستان - ایران د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ پرانیستل شوه

د ویډیو تشریح، د افغانستان- ایران ترمنځ د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ پرانیستل

د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ نن پنجشنبه (د لیندۍ/قوس ۲۰مه) پرانیستل شوه. د "خواف - هرات" د دې ټپلۍ د پرانیستې په لومړۍ ورځ له خواف څخه د هرات د روزنک تمځای او له روزنک د خواف پر لور یو اورګاډي حرکت وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ایراني سیال یې حسن روحاني د پرانیستې په انلاین مراسمو کې ګډون وکړ. دواړو مشرانو دا پروژه یو مهم او تاریخي ګام وباله.

د سوداګریزو توکو او مساپرو د لیږد رالېږد دې لیکې د پرانیستې لپاره کابل او تهران کې د ولسمشرانو په ګډون پر مجازي غونډو سربیره د ایران په خواف او د افغانستان د هرات په روزنک سیمو کې مراسم جوړ شوي وو.

دا پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږده ده او د افغانستان هرات ولایت د ایران له خواف ښار سره تړي، خو دمګړۍ یې له څلورو- درې پړاه بشپړ شوي او افغانستان کې یې له روزنک تر هرات ښاره برخه پاتې ده.

چارواکي وايي د "خواف - هرات" دا پټلۍ به په کلنۍ کچه د افغانستان او ایران ترمنځ د ۶ میلیون ټنه سوداګریزو توکو او ۱ میلیون انسانانو د لېږد رالېږد وړتیا ولري.

حسن روحاني څه وویل؟

روحاني

د عکس سرچینه، IRNA

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دغو مراسمو کې د اورګاډي دې پټلۍ او د جابهار بندر پروژې ته په اشارې وویل، له افغانستان سره د سیمه ییز اتصال او بیخ بنسټو پروژو پلي کولو ته ژمن دي.

هغه غوښتنه وکړه چې افغانستان د اورګاډي د دې پټلۍ څلورم فاز ژر بشپړ او دا پټلۍ تر هرات ښار وغځول شي.

د ایران ولسمشر هیله وښوده چې دا پټلۍ به راتلونکي کې مزار شریف ښار او حیرتان بندر، بیا له هغه ځای ازبکستان او منځۍ اسیا او دغه راز د تاجکستان او قرغزستان له لارې چین سره وتړل شي او د نوموړي په وینا په دې توګه به د وریښمو تاریخي لار را ژوندۍ شي.

حسن روحاني وویل چې افغانستان دا ټپلۍ د دوی د بندرونو او د اورګاډو د لیکو له لارې منځني ختیځ، ترکیې او اروپا ته د سوداګرۍ لپاره کارولی شي.

هغه دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د اورګاډو ادارې کارکوونکو ته د اورګاډو او پټلۍ برخه کې د لنډمهاله او اوږدمهاله روزنې زمینه برابره کړي.

محمد اشرف غني څه وویل؟

غني

د عکس سرچینه، Arg

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خبرې تر ډېره په سیمه ییز اتصال، نړۍ کې د اورګاډو د پټلۍ په مخینه او وچه کې ایسارو هېوادونو لپاره د اورګاډي د لیکو پر اهمیت ورټولې وې.

هغه د اورګاډي پټلۍ اسیا کې د سوداګریزو توکو د انتقال تر ټولو اسانه، ارزانه او ګټوره لار وبلله.

ولسمشر غني دا ژمنه هم وکړه چې له روزنک تر هرات به د دې پټلۍ د څلورم فاز د بشپړېدو چارې ژر پیل شي او د ده په خبره، اېټالیا افغانستان سره په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

هغه افغانستان کې د ختیځ - لویدیځ - شمال او سویل ترمنځ د زرګونو کیلومتره په اوږدوالي د پټلیو غځولو پر پلانونو هم وغږید چې پر افغانستان سربیره ټوله سیمه سره تړي.

د خواف - هرات پټلۍ

پلانونه

د عکس سرچینه، Arg

د خواف - هرات د پټلۍ هوکړه لیک په ۱۳۸۵ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لارښونه لاسلیک او یو کال وروسته یې عملي چارې پیل شوې.

دا لیکه ۲۲۵ کیلومتره اوږده ده او د پنجشنبې پر ورځ له خواف د هرات تر روزنک پورې ۱۴۰ کیلومتره پرانیستل شوه چې د ایران لخوا پرې شاوخوا ۷۵ میلیون ډالر لګول شوي دي.

د افغانستان د اورګاډو د خپلواکې ادارې عمومي رییس یما شمس وايي لومړي ګام کې به له روزنک د هرات پر لور ۴۴ کیلومتره نوره پټلۍ هم، چې چارې یې نن پیل شوي تر اتو میاشتو ورغول شي.

اوس او راتلونکې

د افغانستان د اورګاډي خپلواکې ادارې لوی رییس یما شمس وايي د پرانیستې په لومړي کال به د دې پټلۍ په وسیله د افغانستان او ایران ترمنځ یو میلیون ټنه سوداګریز توکي تبادله شي.

هغه زیاته کړې چې دمګړۍ د اورګاډي د دې لیکې په وسیله د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۶۰۰ کسانو تګ راتګ ته چمتوالی لري، چې هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوښتونکو کسانو نږدې نیمه برخه جوړوي.

نقشه

خو په ټوله کې دغه پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ په کلنۍ کچه د ۶ میلیون ټنه سوداګریزو او ترانزیټي توکو د لېږد رالېږد او یو میلیون کسانو د تګ راتګ لپاره جوړه شوې ده.

چارواکي وايي د ایران او افغانستان ترمنځ روان کال ۱۰ میلیون ټنه سوداګریز توکي تبادله شوي او پام کې ده چې دغه کچه ۵۰ میلیونه ټنو ته لوړه شي.

په پام کې ده دغه پټلۍ په اوږدمهال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین سره ونښلول شي، چې افغانستان به په دې توګه له دغو هېوادونو سره پر سوداګرۍ سربیره د ترانزیټ په څلور لارې واوړي.

د خواف هرات دغه پټلۍ په اوږد مهال کې د ایران د بندرونو له لارې ازادو اوبو، منځني ختیځ، ترکیې او اورپا ته د افغانستان د سوداګریزو توکو رسیدو ته هم لار پرانیځي.