د افغانستان اورګاډي ځانګړې لړۍ؛ تېر، اوس او راتلونکې

- Author, امیر بریال
- دنده, بي بي سي
لومړی رپوټ:
له شاوخوا سل کلونو وروسته د افغانستان هغه هیلې په عملي کېدو دي چې دغه هېواد کې به لېږد رالېږد د اورګاډي په مټ تر سره کېږي.
په لومړي ځل د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د اوسپنې یوه لنډه ښاري کرښه جوړه شوه چې د کابل له دهمزنګ نه یې تر دارالامان پوري تګ را تګ کاوه.
دغه رنګه ۵۰ کاله وړاندې له ترکمنستان تر تورغونډۍ پورې د رېل پټلۍ له غځولو سره د سوداګریزو واګونونو د لېږد کرښه پرانیستل شوه. خو په افغانستان کې د جګړو له پیل سره د اوسپنې پټلۍ پرمختګ ودرېد.
افغانستان سمندر ته لار نه لري او نه هم د ترانسپورت لوی هوایي ډګرونه، د لېږد رالېږد اصلي وسیله یې موټر دي، چې هم وخت نیسي او هم یې لګښت ډېر دی.
یوازېنۍ ګټوره او اقتصادي لار یې د صادراتو او وارداتو لپاره د اوسپنې پټلۍ ده. اوس د افغانانو د لسګونو کلونو هیلې دي چې د افغانستان په شمال کې بندري ولایتونو کې عملي شوي.
د حیرتان پټلۍ د پنځه تمځایونو له ډلې په دوو کې ۱۵۰۰ عادي کارګر سوداګریز بارونه کښته پورته کوي.
د راتلونکې پر لور
په پام کې ده د اورګاډي پټلۍ د افغانستان اتیا سلنه ولایتونه، او په ورته وخت کې د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
د مزار- هرات جوړېدونکې ۶۵۶ کیلومتره پټلۍ د ځینو برخو چاپېریالي، اقتصادي او اجتماعي سروې بشپړه شوې.

د افغانستان د اورګاډي ادارې د بنسټیزو رغولو چارو مشر میرویس غفوري وایي چې لوی ماستر پلان په عملي کېدو دی.
افغانستان دا مهال له منځنۍ آسیا او ایران سره د ترانزیت او وارداتو په برخه کې څلور لیکې لري.
له حیرتان تر مزارشریف ۷۵ کیلومتره پټلۍ چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه تر اوسه یې نور پرمختګ نه دی کړی.
په پام کې ده دغه پټلۍ د کندز شیرخا ن بندر او په فاریاب کې آقنې بندرونه سره ونښلوي.
د آقنې- آتا مراد رېل لیکه چې تازه جوړه شوې افغانستان له ترکمنستان او بیا له منځنۍ آسیا او روسیې سره نښلوي.
په هرات کې د تورغونډۍ کرښه چې افغانستان یې له ترکمستان سره نښولولې، د هرات خواف لیکه به یې ایران او چین سره وصل کړي.
افغانستان تمه لري چې له ایران او منځنۍ آسیا سره یې د اوسپنې پټلۍ په پرمختګ سره، د پاکستان له لارې په سوداګرۍ تکیه کمه کړي، چې ډېری وخت سیاسي لانجو یې چارې ننګولې وي.
د مزار- هرات لیکه چې د البرز غره په لمنه کې تېرېږي د پټلۍ په اوږدو کې به ترمینلونه، تمځایونه او اړتیا وړ ودانۍ جوړې شي.

مسؤلین وایي د ۷ کلونو په لړ کې د اورګاډو د جوړو شویو پټلیوله درکه ۲۰۰ میلیون ډالره د دولت خزاني ته ورغلي.
که افغان حکومت د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو پیسې ومومي او نا امني یې د پرمختګ مخه ونه نیسي، د پلان له مخې به په راتلونکو لسو کلونو کې په ښارونو کې د موټر د هارنونو ترڅنګ د اورګاډي هارن هم د خلکو تر غوږو کېږي.










