لندن ته د چین باروړونکي اورګاډي لومړنی مستقیم سفر

د عکس سرچینه، Getty Images
چین له اروپا سره د پانګونې او سوداګریز اړیکو پراخولو په لړ کې، د لومړي ځل لپاره د توکو لېږد رالېږد په موخه بریتانیا ته د اورګاډي مستقیمه کرښه پرانسته.
ښايي دغه اورګاډی په ۱۸ ورځو کې لندن ته ورسېږي.
د چین اورګاډي لا له وړاندې د چین او مادرید او هامبورګ په څېر نورو اروپایي ښارونو ترمنځ تګ راتګ کوي او ترانسپورتي خدمتونه وړاندې کوي.
د چین او لندن ترمنځ د بار وروړنکي اورګاډي سفر به چې کالي، بیکونه او د کور نور توکي لېږدوي، شاوخوا دوه اونۍ وخت ونیسي ترڅو څه باندې ۱۹۳۰۰ کیلومتره لاره ووهي.
د پټلۍ له لارې د توکو لېږدولو ګټه دا ده چې تر هوایي کارګو ارزانه پرېوزي او د سمندري ترانسپورت په پرتله ژر رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین او اروپا نښلوونکو لارو ډېرول د هغې ستراتېژۍ برخه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې عملي پیل شوه او هدف یې دا دی چې د پخواني دودیزې ورېښمو لارې په اوږدو کې له اروپا سره نښلوونکې بنسټونه ډېر شي.
لندن به پنځلسم اروپایي ښار وي چې د چین حکومت په ټکو "د نوې ورېښمو لارې" سره یوځای کېږي.
دا اورګاډی به د لندن ختیځ کې د بارکنګ باروړونکي رېل ګاډي ترمینل ته تر رسېدو پورې له قرغیزستان، روسیې، بلاروس، پولېنډ، جرمني، بلجیم او فرانسې نه تېرېږي.
دا لاره په مستقیم ډول د چټک رېل یوې لیکې په وسیله د اروپا له زړه سره نښلېدلې.
د اورګاډي د ډېر شمېر لیکو له امله، یو اورګاډی نشي کولی چې دغه ټوله لاره ووهي او اړتیا ده چې کانټینرونه یې په بېلابېلو سیمو کې نورو اورګاډو کې بار شي.
په داسې حال کې چې د چین د اقتصادي ودې او صادراتو کچه د ټیټېدو سره مخ ده، پیکنګ غواړي خپل اقتصادي پیاوړی کړي.








