د لغمان مرکز کې موټربم برید اته کسان ووژل او ۳۰ ټپیان کړل

کابل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد ختیځ ته په لغمان کې د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر ۵) د والي پر ګاډو موټربم برید شوی پکې د والي ۴ ساتونکي او ۴ ملکيان وژل شوي او د دوو ساتونکو په ګډون ۳۰ کسان ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي برید د مهترلام ښار سلطان غازي بابا مېنه کې هغه مهال والي رحمت الله یارمل پر ګاډو وشو چې دفتر ته روان و، خو نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.

د لغمان د عامې روغتیا رييس صمد علي بي بي سي ته وویل، د پېښې له ځايه ۷ جسدونه او ۲۸ ژوبل ولايتي روغتون ور وړل شوي دي چې امنيتي سرتېري او ولسي خلک دي.

خواله رسنیو کې انځورونه ښيي چې دې برید کې یو زغرګاډی او د پولیسو رینجر زیانمن شوی دی.

تراوسه د بريد مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

لغمان له کابل نږدې ۱۲۰ کیلومتره واټن لري او یو نارام ولایت بلل کېږي.

تر ډېره پکې وسلوال طالبان فغال دي.