لغمان کې د طالبانو برید کې "لږ تر لږه ۱۸ افغان پوځیان وژل شوي"

د عکس سرچینه، Social Media
لغمان کې يوې حکومتي سرچينې بي بي سي ته منلې ده چې د دې ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه د طالبانو بريدونو کې د افغان پوځ ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. سرچينې زياته کړې جګړه کې د افغان ځواکونو ۱۵ هاموی ټانګونه هم له منځه تللي دي.
افغان چارواکي وایي چې دې نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دوی په وینا، د علیشنګ د کوچيانو کلا سيمې کې د افغانو ځواکونو او طالبانو ترمنځ دې نښتو ۶ ساعته دوام کړی دی او د دوشنبې سهار تر ۴ بجو جګړه روانه وه.
د افعانستان دفاع وزارت ويلي، د علیشنګ کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو دا بريد په شاه تمبول شوی او نښتو کې ۶ طالب وسله وال وژل شوي دي او ۱۷ نور ژوبل دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، دې بريدونو کې ۶ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
خو طالبان بیا ادعا کو ي چې په دې بریدونو کې یې لږ تر لږه ۲۴ افغان پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي، برید پر هغو عسکرو شوی چې سیمه کې یې نوې پوستې جوړولې.
د لغمان د ولایتي شورا غړي هم په پېښه کې له ۱۸ د ډېرو افعان سرتېرو د وژل کېدو وايي.

د عکس سرچینه، ARG
لغمان په ختيځ کې يو له ناامنه ولايتونو دی چې په ځينو سيمو کې يې وسله وال طالب فعال دي. دا وروستي بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ملګرو ملتونو او امریکا بیا بیا پر طالبانو غږ کړی ی چې تاوتریخوالی کم کړي او حکومت سره مخاماخ خبرو ته چمتو شي.
خو طالبان تور لګوي چې حکومت او امریکا د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او تر اوسه یې د دوی ۵۰۰۰ بندیان نه دي خوشي کړي.
طالبان وایي، په داسې وضعیت کې له دوی نه د اوربند غوښتنه نا معقوله ده او تر هغې چې د دوحې هوکړه پلې شوې نه وي دوی له افغان حکومت سره هم خبرو ته چمتو نه دي.








