سرپل کې "د طالبانو پر لویه غونډه" هوایي برید شوی

سرپل

د عکس سرچینه، 209 Shaheen

د عکس تشریح، په برید کې لسګونو طالب وسلوالو ته د مرګژوبلې خبره کېږي، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی

د افغانستان شمال ته په سرپل کې ځايي سرچینې او پوځي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په کته کلا کلي کې یې د طالبانو پر ستره غونډه هوايي برید کړی دی. د دې چارواکو په خبره، دې غونډه کې د طالبانو ځايي مشرانو هم ګډون درلود.

که څه هم د طالبانو د مرګ ژوبلې کره رپوټونه نشته، خو ځینې سرچینې وايي چې دې برید کې لسګونه طالب وسلوال وژل شوي دي.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې سیمه کې پر ولسي وګړو بمبار شوی او د دوی وسلوالو ته پکې د مرکژوبلې ادعاوې حقیقت نلري.

د افغانستان شمال کې شاهین ۲۰۹ قول اردو خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د دې برید انځورونو خپرولو سره ویلي چې دغه غونډه کې "د طالبانو ځانبولی دفاع وزیر ملا مزمل هم و".

د سوزمه قلعه ولسوال صبغت الله پهلوانزاده بي بي سي ته وویل، د طالبانو دا غونډه هغه کلي کې وه چې د دې ډلې واک کې دی او په ډېر باور د شمال لپاره د طالبانو مشران دې غونډه کې په نښه شوي دي.

د هغه په خبره، له دې برید وروسته دې سیمې ته د خلکو او ګاډو تګ را تګ بند شوی او طالبانو هغو ګاډو ته د وتلو اجازه نه ده ور کړې چې له دې سیمې نورو ځایونو ته تلل.

ښاغلي پهلوانزاده زیاته کړه چې سیمه کې مخابراتي اړیکې پرې شوې او د طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله مالومات نه لري او نه هم د ملا مزمل له برخلیک خبر دی چې ویل کېږي دې ناسته کې یې ګډون درلود.

سرپل

د عکس سرچینه، 209 Shaheen

د عکس تشریح، سره له دې چې افغان حکومت او طالبانو د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره تیاری ښودلی، خو وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني هم له بي بي سي سره خبرو کې دا برید تایید کړ او زیاته یې کړه چې تېره شپه په کته کلا کې د طالبانو لویه غونډه په نښه شوې ده.

نوموړی دا هم وايي، چې لومړني رپوټونه طالبانو ته د ډېرې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

هلمند کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې:

بل لور ته د هلمند واشېر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږ تر لږ ۶ ولسي کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند محمد زمان همدرد وايي، نن یکشنبه غرمه ۳ بجې د واشېر ولسوالۍ د شيخي مانده سیمه کي د ولسي خلکو موټر د وسلوالو پر یو ښخ کړل شوي ماین ختلی دی. د ښاغلي همدرد په خبره دغه چاودنه کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غندي بر ولسي وګړو دا برید غندلی، د بشریت ضا جنایت یې بللی او پر طالبانو یې غږ کړی چې د ماینونو له ښخولو دې ډډه وکړي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دې برید او پکې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي خبرو لپاره تیاری ښودلی، خو وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت شورا اوونۍ مخکې وویل چې طالبانو ترې وړاندې اوونۍ کې په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ عملیات کړي او دا په تېره ۱۹ کلنه جګړه کې تر ټولو خونړۍ اونۍ وه، چې پکې ۲۹۱ افغان سرتېري ووژل شول.

خو وسلوالو طالبانو د دومره سرتېرو وژل رد کړل او دا یې "حکومتي پروپاګند" وباله.