امریکایانو په کندهار او فراه کې پر طالب وسله والو هوايي بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند کرنل سوني لېګېټ نن جمعه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکایي پوځ په فراه او کندهار کې پر هغو طالب وسلوالو هوایي بریدونه کړي چې د افغان پوځ پر پوستو یې د بریدونو پلان درلوود.
کرنل لګېټ وایي، فراه کې تېره شپه هوایي برید کې ۲۵ طالب وسلوال په نښه شوي، او همدا راز نن غرمه کندهار کې هم پر طالب وسلوالو یې هوایي برید کړی دی.
د امریکایي پوځ ویاند وایي، د کوچني اختر له درې ورځني اوربند راهیسې دا لومړی ځل دی چې دوی پر طالب وسلوالو برید کوي.
نوموړي په دې هوایي بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې دا بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم شوي دي.
کرنل لېګېټ پر ټولو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي، چې ورسره د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه پر خپلو وسلوالو د امریکا هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.
له طالبانو سره د امریکا په خپلمنځي هوکړه کې یادونه شوې چې طالبان او امریکایی پوځ به پر یو بل برید نه کوي، خو امریکا دا حق لري چې پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو مخنیوي وکړي.
بل لور ته د زابل چارواکي وایي، وسلوالو نن سهار د کندهار-کابل لویې لارې اوږد کې د جلدک سیمه کي د افغان ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان برید کړی، چې وروسته نښته هم شوې.
په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال له قوله وایي، دغه برید سهار اته بجې پیل شوی، چې وروسته سیمې ته هوایي او ځمکني ملاتړي ځواکونه ورغلي دي.
د سیال په خبره دغه څو ساعته نښته کې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې ده خو نوموړي کره شمېر نه دی یاد کړی.








